ډېر ځله مو لیدلي چې ځوانان مایوسه وي وارخطا وي په ځان ډاډه نه وي په فکر کې وي تشویش ورسره وي خفه وي حتی رواني ستونزه ورته پېښیږي تل يې دا خبره په ذهن کې راګرځې چې زه خپل هدف ته ولي نه رسېږم ؟
په داسې وخت کې سم دستي یې هغه څوک ذهن ته راسي چې هغه پرمختګ کوي او خپلو هدفو ته رسیږي ددې سره نور هم مایوسي ورته راسي او زړه یې مات سي په داسي وخت کې انسان ډېر خفه سيٍ او د ژوند څخه یې زړه تور سي هغه څوک چې ډېر ورته ګران وي هم تر سترګو یې یو خس غوندې کیږي خصوصآ زموږ په افغاني او په تېره بیا په پښتني ټولنه کې دا ستونزه ډېره ده هر څوک چې ووینې په فکر کې دی او تر ډېره حده اوس زموږ په ټولنه کې خلګ په رواني ناروغیو اخته دي خو که موږ او تاسو دې ته ځیر سو چې موږ څوک یو د څه دپاره پیدا سوي یو او باید څه وکړو دا موږ هېر کړي ، او بله دا چې الله ج رموږ او ستاسي رب دي او په دې یقین او ایمان لرو چې په هرڅه باندې قادر دی .
نو هر مشکل ته یې زموږ دپاره حل لاره پیدا کړېده موږ چې هدف ته نه رسېږو دا ټول زموږ خپل دلاسه هر مادي شی خپل د ځانه لوړ ګڼو او نا امیده یو ورته خو ولي دا ستونزه راسره وي ، ځکه موږ هغه خبره هېره کړېده موږ هغه ذده کړې هم نه ده او که موږ ذده کړې وي هغه ته مو ارزښت نه دی ورکړی او که ارزښت مو ورکړی وي خو عملي کړي مو نه ده .
هغه خبره ډېره ساده ده خو په معنوي لحاظ که ورته ځير سو هغې خبرې ته موږ او تاسي به ورته عاجزه سو چې ( موږ د دنیا دپاره نه یو پیدا سوي بلکې دنیا زموږ دپاره پیدا سوې ) نو دلته چې دنیا زموږ دپاره پیدا سوې او موږ د دنیا دپاره نه یو پیدا سوي نو باید تر دنیا ځان یو څه لوړ وګڼو ځکه دنیا زموږ د خدمت دپاره ده موږ د دنیا د خدمت دپاره نه یو موږ باید خپل هر څه تر دنیا قربان نکړو باید د دنیا هر څه تر ځان قربان کړو ځان د دنیا تابع نه بلکې دنیا باید د ځان تابع کړو .
دلته دا خبره جوته سوه چې دنیا الله ج زموږ د خدمت دپاره پیدا کړې او موږ یې تر دنیا معتبره کړي یو ځکه چې په مخلوقاتو کې اشرف یو .
زیاتره خلګ دنیا تر پیسو پورې محدوده وي که پیسې ولرم هدف ته رسېدلی یم د ژوند نه خوند اخیستی سم او که چیري یې ونه لرم نو هدف ته نه یم رسېدلی او د ژوند څخه خوند نسم اخیستلای او یوازي پيسې د ژوند ستره برخه ورته معلومیږي .
که داسې وای ولي الله ج ټوله انسانان مالداره نه پیدا کول؟ ولي یې غریبان ورسره پیدا کول؟
په ژوند کې موږ او تاسي باید هدف ته لوړ ونه ګورو بلکې کښته ورته وګورو یعني هدف تر ځان کښته او ځان تر هدف لوړ یعني هدف چې تر لاسه کوو لکه پر کښته چې ور روان یو نه داسي چې مخ پر لوړه ورته روان یو .
کله چې مو دا خبره په ځان کې عملي کړه او یقین پر ولرو چې موږ د دنیا دپاره نه دنیا زموږ دپاره پیداسوې نو خپله به مو زړه تسکین وکې او پر ځان به ډاده سو چې هدف ته رسېږو ، قیاس ترې واخلئ. نور بيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۷) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۱۳\ ۱۳۹۴