رحيم خان شيدا

په افغاني ټولنه کي له نورو ستونزو سره- سره يوه ستونزه دغه هم ده چي ددې ټولني اوسيدونکي يو او بل نه شي زغملی.

دې ستونزي ته د ډيريو سترګورو په شمول د دواخان مينه پال هم پام شوی دی وايې:

خپله هيڅ نه وي، خو ګل زغملی نه شي

پښتانه دې چي يو او بل زغملی نه شي

نور څوک به پرمختګ کونکي يا زغملی شي يا به يې نه شي، خو موږ يې دا دی په بدلون اوونيزه خپل زغم ثابيت کړی.

موږ په هره ګڼه کي د وطن د مور يو رښتنی بچی درپيژنو، دا ځل داسي څوک در پيژنو چي ډيری فکري خپسکي يې هري هڅي ته د تعجب ګوتې چیچې، هغوی دې ارادې، دې لویوالي، دې بریا او دې بیساري شان ته هک حیران دي.

هغوی ځکه حيران دي چي په افغانستان، بیا په ځانګړي ډول هلمند غوندې یوه سیمه کې چي د جګړي له کبله په دوزخ بدله شوي وي، په داسي يوه سيمه کي چي په هر دم و قدم کي يې يو قاچاقبر، يو جنګاور او يو خيټور خپل د فرعونيت نښاني او د يزيدت علامي پر خلکو ويني، په داسي يوه سيمه کي نو د ژورنالیزم په برخه کې کار کول اسانه خبره نه ده.

ډېر کم کسان د خپلي ويني په نذرانه کولو او د خپلي مینې ثابتولو په موخه دې ته زړه ښه کوي چې د ژورنالیستیکي دندو پر مټ د خپل بيکسه پلار او بيوسه ورور، د خپلې نتلي مورکۍ او حسکېرلي خورکۍ چيغه تر زور واکو او زر واکو ورسوي.

په هلمند ولایت کې همداسې یو ځوان ښاغلی محمد انور حيدري نومیږي، چې له ماشومتوبه یې له ژورنالیزم سره مینه وه او بالاخره بریالی شو چې همدې ډګر ته راشي او له دې لارې د ولس په چوپړ کې ځان خړ- پړ کړي.

حيدري په هلمند کي په څو سیمه ییزو راډيوګانو کې پرله پسې دنده ترسره کړي. نوموړی اوس مهال د بُست مخکښې راډیو د خپرونو مسؤلیت پر غاړه لري.

ښاغلي حيدري د ۱۳۷۲ کال څخه دوه کاله وروسته د ګرمسير ولسوالۍ د جوګرم په کلي کي عبدالعلي خان ته د ماشومتوب په وړه لهجه بابا وويل.

حيدري صاحب مکتب په ګرمسير ولسوالي کي پيل کړ او د لښکرګاه ښار د اقتصاد له ليسي څخه يې د فراغت اسناد تر لاسه کړل، نوموړي د افغانستان او افغان انسان د ژغورلو په موخه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي انتخاب کړي او دا مهال په ياده پوهنځي کي د دوهم صنف محصل دی

د ځوان حيدري هره هڅه تر څپله وسه ده او هره ونډه و منډه يې د افغانستان او افغان انسان د ژغورلو په موخه کړي ده.

الله دې نه يواځي دا چي د ښاغلي حيدري سپڅلي هڅي پڅي نه کړي بلکي، تل دې د هر يار او اغيار په تله کي من او د ژوند په چارو کي بريمن کړي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۷) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۱۳\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *