نهمه برخه –
د اسد حنا رویه مناسبه نه وه لاکن اسد حنا جبران اغیزمن کړو او دویمه ورځ بیا یې کور ته راغلو وروسته په باقاعدګي سره د اسد حنا کور ته راتللو چیري چي د بشاریْ زیات بااثره خلک هم د جبران لیدو ته راتلل ، په دا کم عمري کي چي یې د جبران دا دومره پوهنه ولیدله نو به ګوته په غاښ ورته پاته سو ، یوه ورځ چي د بشاریْ سیل یې وکړو کور ته ښه ناوخته ورسیدو په کور کې د پلار انډیولان ټول په شراب څښلو بوخت وو ، جبران غوښتو د ټولو په پټه خپلي کوټې ته ولاړ سي لاکن هغو جبران ولیدلو په زوره یې په خپل محفل کي کښېنولو ، په بشاریْ کي ستا د شاعرۍ ډېره اوازه ده موږ ته هم یو څه وا وروه :
یوه ورته و ویل بل ټینګار شروع کړو ، جبران یوار بیا هڅه وکړه چي ځان خلاص کړي دا فرمایش د پامه واچوي لاکن جبران مجبور سو نظم لوستل یې پیل کړو ، نظم چي خلاص سو ټولو لاسونه وپړقول په نشه کي ډوب اوازونو یې ستایني کولې ، چي د پلار دروند ږغ یې ازانګه سو پلار یې و ویل ، زه هیله کوم چي اینده به موږ د دا ډول رنځور فکر شاعري نه اورو ،، :
اوس پر ټول محفل د چوپتیا څادر وغوړیدو ، جبران یوار شا و خوا سره وکتل وروسته ولاړ سو ، چا یې په ایسارولو ټینګار هم ونکړو جبران خپلي کوټې ته راغلو د خپلو اوښکو سره په خبرو سو او وروسته بیده سو .
سهار چي جبران را پورته سو نور ورته د ا کور د کوم دښمن کور ښکاریدلو د رخصتۍ څو ورځي یې لا پاته وې د کوره را رهي سو د خپلي خاله او د خاله زوی تاولا جبران په کور کي استوګن سو ، خاله یې زیاته نیستمنه وه په دې کوشني او تیاره کور کي د جبران ساه تنګیدله ، جبران په دا فکر کي وو چي نور بیروت ته روان سي لاکن یوه مترنم ږغ یې ارادې ځنځیري کړې ( ته څه ډول شاعر یې چي د څېرو نوشته تحریر لوستلای نسې ، د زړونو ږغ اوریدلی نسې د عاتفو توښ پامولی نسې )
٫٫ هاله ٬٬ جبران ته ږغیدله ناڅاپه جبران ته پزړه کي داسي ور وګرځېدله چي اوس به د یوه ځایه اسد حنا ظاهر را ښکاره سي ، د اسد حنا دوې لوڼي وې هاله تر خپلي خور مشره وه هم تر جبران دوه کاله مشره وه په پټه ، پټه یې د جبران سره مینه اچولې وه ، دا ګړی چي یوازیتوب وو د خپلي میني په اظهار کولو اړه سوه:
( ته مي هغه ګړی خوښ سوې چي په لومړي ځل زموږ کور ته راغلې ما به پټ ، پټ درته کتل وروسته په بهانو او پلمو به دي و مخ ته وروسته وړاندي کېدم ) :
جبران ورته وویل ما هم ته لیدلې هم مي خوښېدلې لاکن په ما او تا کي لوی توپیر دی ستا ورور هیڅ ما نه خوښوي !
مینه هیڅ یو توپیر نه قبلوي او نه له چا ډاریږي قول راسره وکړه چي ته به زما په خاطرز موږ کوته ته راځې ) :
جبران ورته وویل چي رخصتي مي تمامه سي زه به بیرته ستنیږم !
اوس هغې ورته وویل ( رخصتي خو بیا هم راځي ):
جبران وپاموله چي د هالې په خبرو کي یو صداقت تغښتی پروت دی دا هم هغه څه وایي کوم څه چي دی اټکلوي ، دواړو په یوه وخت یو خوب لیدلی دی د ټول عمر د یوالي خوب !
اسد حنا پر جبران باندي باوري وو جبران یې هم کور ته په خلاصه پښه تلو راتلو هم یې د هالې سره لیدل کتل کېدل لاکن اوس د جبران رخصتي پر تمامیدو وه نور تر راتلونکي رخصتۍ له هالې د بیلېدلو وخت وو ، جبران چي د بشاریْ څخه بیروت ته راستون سو د میني ورکړې حوصله یې مل وه ، تخلیقي توان یې خوړکېدلو ، الفاظ ورته نڅېدلو جبران په شعر کي پیودل ، جبران په لنډو ورځو کي څو، څو نظمونه ولیکل . جبران د خپلو پونځونود اظهار لپاره یوه اړتیا پاموله د کالج دوه ملګري یې مل کړل یوه ادبي مجله ( المناره ) په نوم پیل کړه ، په بوسټن کي د ښاغلي ډې د نشراتي څانګي تجربې یې نن ورځ په کار ورغلې مجله یې تش دا نه چي له خپلو انځورونو او لیکنو آراسته وه بلکې د مجلې ظاهري سینګار تې هم جدي پاملرنه کوله د جبران له دې هنر سره په لومړي ځل یې استادان اشنا سول،د یوه محصل لپاره دا ډول وقیع مجله خپورول ځان ته یوه معجزه وه ، جبران چي به څه لیکل هغه به د دې مجلې ښایست ګرځیدو :
دویم ځل چي د ګرمیو رخصتي سوه جبران ځان بشاریْ ته ورسولو هاله یې په انتظار ناسته وه ، جبران بشاریْ ته د رسېدو سره ځان د اسد حنا ظاهر کور ته ورسولو ، هاله په بهانو و پلمو وروسته وړاندي ورته کېدله ، په سترګو ، سترګو کې یوه و بل ته ډېر څه سره ویل ، جبران نور د دا کورنۍ لپاره پردی نه ایسېدلو ، جبران دواړه خویندي هاله او سعیدي په یوه کوټه کي سره ناست وو اسد حنا هم هلته موجود وو د امریکا او بیروت په خبرو کي به زیات وخت تېر سوی و و،جبران چي را ولاړ سو هاله د خدای په امانۍ لپاره ورسره را ولاړه سوه دواړو به تر ډېره په یوازیتوب کي خبري سره کولې دواړو به لاسونه سره ورکړي وو پر دې خبره یې ویر کولو چي یوار به بیا رخصتي پر تمامیدو سي او جبران به بیرته ستون سي ، دوی دواړه نه پوهیدل چي کوم پټ نظر یې په څار دی.
جبران د همېش په رنګ د اسد حنا کور ته ورتلو د هالې سره بې لیدل لاکن د هالې ورور پوهیدلی وو چي دوی دواړه یو د بل سره مینه کوي او هاله په یوازیتوب کي ورسره ګوري ، ورور یې د سیوري په څېر ورپسې وو آخر یې جبران ته و ویل چي نور به دې کور ته نه راځې ، جبران ته په لومړي ځل دا څرګنده سوه چي د روایتي قانون او دود په ژرنده دهل تر دې وړاندي به نوري څو میني وژل سوي وي ، د وطن د صنوبر په ونو کي د باد څرپی نه دی دا د ناوسو او مجبورو خلکو فریاد او زاري ده ،د جبران په بدن کي د استحصالي چلندونو په ضد د بغاوت یوه څپه را پورته سوه د هم دا بغاوت په نشه مست جبران یوه شپه د اسد حنا کور ته ورغلو هاله د خپلي ناقراري روح ناقرارتیا لکبله تر اوسه ویښه وه او په کړکۍ کې قدم واه ، په دا شپه یزې ورور پر کور موجود نه وو هالې جبران تر کړکۍ ولیدلو ، لاندي راغله جبران ته یې وویل ، ته ولي دلته راغلې ؟ جبران ورته وویل نور مي څه کړي وایي ! ورور که مي ولیدلې غضب به جوړ سي ! جبران ورته و ویل ته د شپې د کوره را وتلی سې ، غرمه به سمه وي دا مهال دي ورور هم پر کور نه وي ،، ورور به مي حتًما څوک خبر کړي چي جبران دلته راغلی وو ؟ زه کور ته د راتګ خبره نکوم ، زه خو درته دا وایم چي نور به درسره د( مارسارکس) په خانقاه کي وینم غرمه مهال هلته هیڅوک نه راځي !
نور بيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۷) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۱۳\ ۱۳۹۴