(رسنیز موضوعات)
سه شنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۴ (09 June 2015)
-
جمهور رئیس غني: د کندهار بې ثباتي د ټول هېواد بې ثباتي ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت ، ستونزو او ننګونو د ارزولو او د لازمو حل لارو د موندلو په موخه کندهار ته یو ورځنی سفر وکړ. په منډیګک ماڼۍ کې يې د کندهار ولایت له مشرانو، دیني علماو، د ولایتي شورا او مدني ټولنو له استازو سره په غونډه کې ګډون وکړ. ویناوالو د برېښنا، په ریاستونو کې د انحصار، د کرنې ، د معارف د ټیټ کیفیت اود پوهنتون ستونزو ته اشاره وکړه او په عدلي او قضایي ارګانونو کې یې د اصلاحاتو د راوستلو وړاندیز وکړ. دوی همدارنګه د ځمکو د غصب، فساد او وزګارتیا په مخنیوي هم ټینګار وکړ. جمهور رئیس غني کندهار د افغانستان سیاسي زړه وباله او وې ویل والي زما خاص استازی دی، په کندهار کې بل قوت نشته، یوه اراده او یو عزم دی، ټول به په ګډه کار کوو. د هېواد جمهور د اصلاحاتو په راوستلو ټینګار وکړ، د ښاروالیو د اصلاحاتو یادونه یې وکړه ، له خلکو یې د کدرونو د ور معرفي کولو غوښتنه وکړه او وې ویل، د اصلاحاتو په برخه کې په اشخاصو نه، بلکې په معیارونو بحث کوو. نوموړي د کندهار د معارف ستونزو ته په اشارې وویل، د معارف برخې ته باید زیاته توجه وکړو. ځوانانو ته باید د باکیفیته زده کړې اسانتیاوې برابرې کړو. جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل:
- په کندهار کې د مېوو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړو او د مېوو د بازار موندنې لپاره مو له ایران سره هم خبرې کړي .
- ډیورنډ قطعاً زموږ د سولې د مذاکراتو برخه نه وه او نه ده، ځکه دا زما نه، بلکې د ولس اختیار دی. همدارنګه یې د کندهار له مشرانو او دیني علماو وغوښتل چې کلي په کلي، جومات په جومات او کور په کور د سولې په اړه تحرک رامنځته کړي.
-
جمهور رئیس غني د کندهار ولایت د بېلابېلو اقشارو له استازو سره وکتل
د کندهار ولایت د بېلابېلو اقشارو استازو د کندهار په اوسنۍ عمومي وضعه نارضایتي وښوده. دوی د ښاروالۍ، عدلي او قضایي ارګانونو په ګډون په ټولو سکتوري ریاستونو کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه وکړه. جمهور رئیس غني د دغو بېلابېلو استازو وړاندیزونه په غور واورېدل او په یادو برخو کې د شته ستونزو د جدي حل ژمنه یې وکړه. جمهور رئیس د کندهار په ولایتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو اوسنی شمېر کم وګاڼه. نوموړي په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د شمېر په زیاتوالي، ښځو ته د زده کړې د اسانتیاو د برابرولو، د ښځینه تاجرانو او د لاسي صنایعو د ملاتړ ژمنه وکړه. د هېواد جمهور رئیس د معارف د کیفیت د لوړولو او د پوهنتون د وضعیت د ښه کولو تر څنګ د اوبو لګولو سیستم د رغولو ټینګار هم وکړ.
-
جمهور رئیس د لوی کندهار د شورا له غړو سره ولیدل
د لوی کندهار د شورا غړو په بېلابېلو برخو کې لکه د زراعت پوهنتون، د کجکي پول رغول، ښوونځي او پوهنتونونه، د نیمروز هوايي میدان، د کمال خان بند، د بخش آباد بند، د ۷۸ میل سړک رغول، د کندهار او فراه ولایتونو برېښنا او د نوموړو ولایتونو مسلکي کدرونو ګمارلو ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتونکي شول. جمهور رئیس غني د دوی د وړانديزونو له اورېدو وروسته د دې شورا له جوړېدو مننه وکړه او وې ویل، چې دولت له دې شورا سره د هر ډول همکارۍ لپاره اماده ده او په هرو شپږو اونیو کې به له دې شورا سره ناسته ولري. جمهور رئیس وویل، چې د فراه ولایت لپاره به ډېر ژر برېښنا ورسېږي، د ۷۸ میل سړک او د کمال خان د بند د دویمې برخې لګښت د حکومت لخوا ورکول کېږي او په سرحدي ولايتونو کې به د ګمرکونو شمېر ډېر شي. جمهور رئیس غني وویل، چې د نیمرزو هوايي ډګر، د هلمند ولايت معارف او ورسره به د لوی کندهار ټولو ولایتونو ته پاملرنه لا ډېره شي.