تاند- د امریکا په لویزیانا ایالت کې د یوې محکمې قاضي د هغه سړي د خوشي کولو حکم صادر کړ چې څه باندې ۴۰ کاله یې په کوټه قلفي کې تېر کړي دي.

اته شپېته کلن البرت ووډ فاکس د ۱۹۷۲ میلادي کال د اپریل له اتلسمې څخه، چې په محبس کې د بلوا په وجه یو بندساتونکی ووژل شو، بندي دی.

ښاغلی ووډ فاکس، چې ځان بې ګناه ګڼي، د ساتونکي د وژل کېدو په خاطر دوه ځلي محاکمه شو، خو د محکومیت حکم یې دواړه واره لغوه شو.

د لویزیانا د محکمې قاضي د وو‌ډ فاکس درېم ځلي محاکمه منع کړې او ویلي یې دي چې دا کار نامنصفانه دی.

خو د لویزیانا د څارنوالۍ ویندوی وايي چې څارنوالي به د قاضي د پرېکړې په اړه د بیاکتنې غوښتنه وکړي څو یقیني شي چې دا قاتل په محبس کې پاتې او د سزا موده یې بشپړه شي.

ووډفاکس لومړی د وسله والې غلا په جرم بندي شوی و. ده له درو کلونو پرته چې په عمومي محبس کې و، د بند نوره ټوله دوره په یوه داسي کوټه قلفۍ کې تېره کړې چې د خونې پلنوالی یې دوه متره او اوږدوالی یې دوه نیم متره دی او له پنجرو یوازې یو سیمینټي دهلېز لیدلی شي.

محکمې ته له وړاندې شویو اسنادو سره سم ووډ فاکس په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳ ساعته په کوټه قلفۍ کې تېروي او یوازې یو ساعت اجازه لري چې بهر راووځي، د خپلې خونې مخته په دهلېز کې وګرځي.

ده ته په اوونۍ کې درې ځلې اجازه ورکول کېږي چې سپورت وکړي او نور محدودیتونه هم پرې لګول شوي دي؛ مثلاً اجازه نه لري چې له پایواز سره وویني، کتاب او یا لیکل شوی متن ولولي، او کار وکړي.

په دغه محبس کې، چې ووډ فاکس بندي دی، دوو تنو نورو هم د بند ورته شرایط درلودل. دغه بند ته «درې انګولایان» وايي ځکه چې دا بند د هغې ودانۍ ترڅنګ دی چې د مرییتوب په دوره کې به مرییان پکې ساتل کېدل او هغه مهال په انګولا (افریقايي هیواد) مشهور و.

دوه نور بندیان، چې یو البرټ کینګ او بل هیرمن ولاس نومېده، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ میلادي کلونو کې خوشي شول.

ولاس، په داسي حال کې چې محاکمې ته منتظر و، له خوشي کېدو لږ وروسته ومړ او د کینګ د محکومیت حکم لغوه شو.

ووډ فاکس او ولاس د تورو پړانګانو د غورځنګ غړي ول. دا غورځنګ په ۱۹۶۶ کال د پولیسو د تاوتریخوالو او توکمپالنې يرضد جوړ شو او وروسته یې د تورپوستو د ازادۍ لپاره انقلابي چلند غوره کړ.

د دوی درو واړو لپاره له ډېرو کلونو راهیسي په امریکا او نورو هیوادونو کې ‌ډېرې هڅې شوې وې.

3 thoughts on “په امریکا کې یو بندي له ۴۰ کاله کوټه قلفۍ وروسته خوشي شو”
  1. دوستانو!!
    دا عجبه نه ده دي سري ته وكوري دا يو تور بوستي دي بايد دومره جزائ ليدلي وه داخكه به غربي هيوادو كي بشر دوستي تش به نامه ده عمل ءي نه شته مكر بل ته نيغه كوته نيسي .او به كلو،كلو ورباندي به داسي كوته قلفي او دترلو دروازو تر شا شبي أور ورخي سبا كوي .
    كوم خه جه دكوتي دلند والي او اوزد والي به ارتباط ليكلي كاملاء صحيح ده دتولي أروبا محابسونه به همدي سيستم جور شوي .دادر وغ نه دي خكه جه ما هم شبز كله بكي تير كري .

  2. دادبشر دحقونو څخه ستره سر غړونه ده، داخو ميډيا ته راووته نوری به څومره پټی دوسي وی الله پوهيږی چی داسی بندونه به څومره بيګناه انسان تيره وی.که داسی کاردنړی په نورملکونو کی وشی نوبيا هغه ته دبشر دحقوق څخه سرغړونه شميرل کيږی قانونی اوټاکل شوی رهبرا له مينځه وړل کيږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *