زعفران

تاند- د افغانستان زعفران د کیفیت له پلوه د نړۍ تر ټولو ښه زعفران وګڼل شول او د سرو زرو میډال یې وګاټه.

د افغانستان د کرنې وزارت ویندوی لطف الله راشد نن وویل چې د افغانستان زعفران په هغه نندارتون کې د ښه کیفیت لومړۍ جایزه وګټله چې په بروکسل کې جوړ شوی و.

دا درېم ځل دی چې د افغانستان زعفران د ښه کیفیت لومړۍ جایزه ګټي.

راشد وویل، د اروپا، امریکا او اسیا د بېلابېلو هیوادونو په ۳۷۰ ډوله زعفرانو کې، چې د بروکسل د خوراکي موادو نندارتون ته وړاندې شوي وو، افغانستان د ۲۰۱۵ کال د غوره زعفرانو ستایلنلیک او د سروزرو ستوری ترلاسه کړ.

د کرنې د وزارت ویاند وايي دا درېم ځل دی چې افغانستان په نړۍ کې پر له پسې د غوره زعفرانو جایزه ګټي.

په اروپا کې هسپانیا او په اسیا کې ایران زیات زعفران تولیدوي.

ایران څو کاله مخکې په دې اندېښنه ښکاره کړه چې افغانستان له ایران څخه د زعفرانو نړیوال بازارونه خپلوي.

زعفران یو قیمتي زراعتي محصول دی چې د افغانستان په شان په لږ اوبه لرونکو سیمو کې ښه کرل کېږي خو د حاصل ټولول او پالل یې په نسبي ډول زیات زحمت ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *