تاند- په راتلونکي کې به د اروپا او امریکا ترمنځ د سفر لپاره پر اطلس سمندر د اوسنیو الوتکو ځای بېړۍ ډوله الوتکې ونیسي.
دا الوتکې (seaplane) به سپرلي په هوايي ډګرونو کې نه بلکې په سمندر غاړو یا ساحلونو کې کښته کوي.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې د لندن د هوايي چلن د علومو د سلطنتي پوهنتون څېړونکی ډاکتر ایریکاس وايي، سمندري الوتکې لږترلږه دوې ستونزې، صوتي ککړتیا او د هوايي ډګرونو له کبله بیروبار، کموي.
دی وايي:«موږ د سمندري بېړیو په وسیله له ګڼ مېشتو سیمو څخه شور او ځوږ لېري کوو او له بلې خوا د هوايي ډګرونو له کبله د موټرو ترافیک او د هوايي ډګرونو په شاوخوا کې د ګودامونو او نورو تاسیساتو د جوړولو اړتیا کمولی شو.»
د سمندري الوتکې ډیزاین یا طرحه پروفیسر وارنافاس سیرګیدس جوړه کړې. په دې الوتکه کې له ۲۰۰ تر ۲۰۰۰ سپرلي ځایېدای شي.
دی وايي، د سمندري الوتکو ایډیا ډېره پخوانۍ ده. د دغو الوتکو د جوړولو پلان د څلوېښتمې میلادی پېړۍ په نیمايي کې په ټپه ودرول شو.
خو په راپور کې دا نه دي ویل شوي، چې دسمندري او هوايي الوتکو ترمنځ به هدف ته د رسېدو لار لنډه شي او که اوږده؟ یا دا چې دسفر په وخت کې کوم بدلون نه راځي؟ ما ته خو داسې ښکاري، چې دا الوتکې که دبېړيو په شکل په اوبو کې ځي، نو بیا خو به ډېر وخت نیسي؟