د جمهوري ریاست د عالي مقام د ورځنیو کړنو لنډیز (رسنیز موضوعات)
چهارشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۴ (10 June 2015)
• جمهور رئیس غني د بلجیم د نوي نا استوګن سفیر باورلیک ومانه
د افغانستان جمهور رئیس د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې د بلجیمي ځواکونو د ماموریت، په افغانستان کې د دغه هېواد د پانګونې او د اروپا په اتحادیه کې د افغانستان له دریځ څخه د بلجیم له ملاتړه مننه وکړه. جمهور رئیس غني د پانګې اچونې لپاره د افغانستان ښه موقعیت او په دې برخه کې موجودو ښو فرصتونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې زموږ لومړیتوب په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا ده. موږ غواړو چې بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو د پانګونې زمینه برابره کړو. جمهور رئیس وویل:
o د چین او هند هېوادونو ته د افغانستان لخوا په بېلابېلو برخوکې د پانګې اچونې لازم شرایط برابر شوي دي. بلجیم او نور اروپایي هېوادونه هم کولای شي چې له دغو ښو شرایطو او فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې پانګونه وکړي؛
o له اروپايي شرکتونو يې وغوښتل چې له باد څخه د برېښنا د تولید د سیستم او د اوسپنې د پټلۍ لپاره د ماستر پلان په جوړولو کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د بلجیم هېواد نوي نا استوګن سفیر د خپل هېواد په استازیتوب په افغانستان کې د سولې د ټینګښت ملاتړ وکړ، وې ویل چې هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او اروپایي پانګوال به دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
• جمهور رئیس غني: کسبګرو ته به په مرکز او ولایاتو کې صنعتي پارکونه ورکړل شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د افغانستان د کسبګرو ملي اتحادیې له غړو سره چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي وو، غونډه وکړه. د کسبګرو د ملي اتحادیې مشر محمدحسن سپاهي د داخلي تولیداتو د ملاتړ او په دولتي قراردادونو کې کورنیو تولیداتو ته د ۱۵ فیصده ترجیح ورکولو په برخه کې د جمهور رئیس اقدامات د هېواد د صنعت د انکشاف لپاره ارزښتناک وبلل. نوموړي د کسبګرو اړوند قوانینود ځینو بندونو د تعدیل غوښتنه وکړه او د هېواد د کسبګرو بېلابېلې ستونزې یې د حل په موخه جمهور رئیس ته وړاندې کړې. د هېواد جمهور رئیس د مستاجرانو او مالکانو د مالیې اړوند قانون د تعدیل سپارښتنه وکړه ، د ښارګوټو او صنعتي پارکونو په اړه یې مشخص هدایت ورکړ چې ژر تر ژره به دوی ته په مرکز او ولایاتو کې صنعتي پارکونه ورکړل شي. جمهور رئیس غني وویل:
o په کنړ کې د نجارۍ د ۵۴۰۰ فابریکو په مالیاتو دې له سره کتنه وشي او همدارنګه یې د ځنګلونو د احیا او ساتنې ټینګار هم وکړ؛
o هر کسبګر باید د کار جواز ولري، څو له غیر رسمي اقتصاد څخه رسمي اقتصاد ته راشي.