خبرپاڼه
۱۳۹۴ د غبرګولي ۲۰
د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د دارالمعلمینونو ۲۳ تنه ښوونکو د سویډن هېواد د کارلستاد له پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. دا د دارالمعلمینونو د استادانو درېیمه دوره ده، چې په یاد پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې بشپړوي.
تر دې وړاندې په لومړۍ دوره کې ۱۸ او په دویمه هغه کې ۲۶ تنه د دارالمعلمینونو ښوونکو په نوموړي پوهنتون کې د ماسټرۍ علمي دوره بشپړه کړې او اوسمهال د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ښوونکو د زورنې په مرکزونو کې د باتجربه او مسلکي ښوونکو په توګه دنده پرمخ وړي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې پر وزیر ښاغلي دکتور اسدالله حنیف بلخي سربېره، د ښوونکو د روزنې او ښوونیز نصاب معین، د ښوونکو د روزنۍ اکاډمۍ رییس او استادانو، په افغانستان کې د سویډن کمېټې او SIDA موسسې چارواکو او یو شمېر نورو کورنیو او بهرنیو مېلمنو ګډون کړی وو.
د پوهنې وزیر ښاغلي دکتور حنیف بلخي د پروګرام په پیل کې یادو کسانو ته د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د دارالمعلمینونو د ښوونکو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) په افغانستان کې د سویډن کمېټې په مرسته د کارلستاد پوهنتون له لوري رامنځ ته شوی، چې مالي او تخنیکي ملاتړ یې د (SIDA) موسسې له لوري کېږي.
د پوهنې وزیر ښاغلي حنیف بلخي زیاته کړه:« د داسې پروګرامونو ټولیزه موخه په ټول هېواد کې په متوازن ډول د ښوونیز نظام کیفي او کمي وده ده، چې پرته له مسلکي او باتجربه ښوونکو نشي رامنځ ته کېدای. د ښوونکو ظرفیتونه باید د علمي، معیاري او معاصرو نړیوالو سټندردونو پرمټ لوړ شي، څو وکولای شي ددې وطن اولادونه چې د هېواد راتلونکی یې په لاس کې دی، د اوسني ټکنالوژیکي عصر له غوښتنو سره سم وروزل شي.»
د پروګرام په پای کې د SIDA او په افغانستان کې د سویډن کمېټې استازو خبرې وکړې، ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان له معارف سره به خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي. دوی د دارالمعلمینونو د استادانو د ظرفیت لوړولو او د لسانس او ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو د اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست