کونړوالي :

په ختیځ کې دیونما(UNAMA) دفترمسؤلې هیرن سانګ  او د دغې ادارې  د بيلابیلوڅانګومسؤلینو د کونړوالي  وحیدالله کلیمزي سره لیدنه وکړه  .

یاده ناسته چې د ولایت مقام په دفتر کې ترسره شوه په کې د یونما ، یواین ایچ سی ار او نورو مرستندویه ادارو  استازو  د کونړوالي سره د خلکوپه غوښتنو،اساسي لومړیتوبونو، د ولایت عمومي حالت اوسولې پروسی باندی خبرې وکړې .

دکونړوالي د راغلي پلاوي سره د خپل پلانونو شریکولو ترڅنګ وویل چې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ  په اساس اومرکزي حکومت دلارښونې اوتګ لارې سره سم به دکونړولسونوته خدمت وکړي ، ښاغلي کلیمزي د طبیعي او غیر طبیعي پيښو له امله زیانمن شوو کورنیو سره د مرستې  او د سیلابونو او ږلیو  له امله د له  منځه تللي زراعتي ځمکو ، فصلونو ،سربندونو او ویالو رغوولو په برخه کې د  راغلي پلاوي څخه د نړیوالې ټولنې  دتوجه راجلبولو غوښته وکړه .

د راغلي پلاوي  له خوا دکونړوالي ته د هراړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړل شواوژمنه یې وکړه چې دغه ولایت ته به دنړیوالې ټولنې دتوجه په جلبولوکې خپل هڅې لا ګړندۍ کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *