د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش جان سوپکو

تاند- د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا خاص سرپلټونکی جان سوپکو وايي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د فساد پر خلاف جدي ګامونه اخیستي دي.

سوپکو، چې له ډېرو کلونو راهیسي د امریکا له لوري په افغانستان کې د لګول شویو پیسو تفتیش کوي او تراوسه پوري یې د ملیاردونو ډالرو د ضایع کېدو یا غلا کېدو په اړه راپورونه چمتو کړي دي، وايي، داسي ښکاري چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله جدي کار کوي چې د پیسو مصرف په مستقیم ډول وڅاري، حال دا چې ډېر کلونه د لګول کېدونکو پیسو چا پوښتنه نه کوله.

خو سوپکو د افغانستان د نوي حکومت له لوري د فساد په وړاندې د مبارزې مثبتې نښې لیدلي.

ده وویل د افغانستان نوي حکومت د فساد په وړاندې ښه ګامونه اخیستي دي.

د امریکا لپاره په افغانستان کې د فساد په وړاندې اقدامات د دې لپاره هم مهم دي چې له افغانستان سره د مرستو لویه برخه متحد ایالتونه ورکوي.

د تاند د معلوماتو له مخې اوس د پرمختیايي پروژو او قراردادونو بشپړه څېړنه کېږي او هڅه کېږي چې د مصرف شویو پیسو دقیقه محاسبه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *