د کابل په ښوونې و روزنې پوهنتون کې د د چهارشنبې په ورځ د ودې مجلې ( وده مجله) ادارې او پښتو څانګې له خوا پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه.
مشاعره د ارواښاد صاحب شاه صابر د لاندې بیت تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
سپرلیه زه به دې احسان ومنم
خو ته له ځان سره جانان راوله
غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ملي سرود وړاندې شو، د پیل وینا د پښتو څانګې استاد پوهیالي عبدالجبار څپاند وکړه، نوموړي خوښي څرګنده کړه، چې محصلینو یې د دې توان پیدا کړی دی، چې مجله چاپ او وخت پر وخت دا ډول مشاعرې جوړ کړي. ښاغلي څپاند زیاته کړه چې دا ډول فعالیتونه موږ ته زیری راکوي، چې په راتلونکې کې به د ادبیاتو په برخه کې دا محصلین ستر- ستر کارونه وکړي.
د ودې مجلې پخواني مسؤل غني حسن له خپلو استادانو او د دوې مجلې له اوسني کاري ټیم څخه مننه وکړ چې د ودې مجلې چاپ او مشاعرو جوړولو ته یې اوږه ورکړه، نوموړي هیله وښوده چې دا کاروان به همداسې روان اوسي.
ورپسې عصمت الله بهیر د ودې مجلې له اوسني کاري ټیم، د پښتو څانګې او د ودې مجلې د بنسټ ایښودنکو څخه مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ، نوموړي وعده یې وکړه، چې په مجله کې به تر خپله وسه- وسه د غلطیو مخینوی کوي.
ورپسې مشاعره پیل شوه چې محصلینو او د پوهنتون استادانو پکښې ګډون کړی و.
په مشاعره کې تقریباً ۷۰ شاعرانو خپل او انتخابي شعرونه وویل.
د مشاعرې ارزونه لیکوال او شاعر عبدالنافع همت وکړه، ښاغلي همت مشاعره ښه وارزوله او د دې مشاعرو ښه والی یې په دې کې وښودی، چې هلکان او نجوني دواړو پکښې ګډون کړی و.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو څانګه او د ودې مجلې اداره په هر تدریسي سمیسټر کې یاده مشاعره جوړوي، چې په سلګونو محصلین برخه پکښې اخلي.
وده مجله د پښتو ادبیاتو د څانګې د محصلینو په مټ په هرو څو دریو میاشتو کې یو ځل چاپیږي.
دا مهال و ودې مجلې مسئول عصمت الله بهیر، مرستیال یې محمد نبي زیارمل دی.