فدامحمد باران

هیواد کې مو ستونزې ډېرې دي. که هره ورځ نه وې یوه ورځ وروسته خو خامخا بد خبر اورو. د وطن رنځیدلی حالت سړی ځوروي. د هیواد مینه بیل شان ده. ډېره وړه موضوع هم سړی سخت خپه کوي. ډېر وخت مو خپګان کې تېریږي. د خوشالۍ خبرونه ډېر کم اورو. خو که کم یې هم اورو زړونه تر ډېره خوشال پرې ساتو. مجبور یو کله خوشالي هم وکړو هسې بیا د ژوند تیرول هم سخت وي. زړه خوشالول هم سخت وي. اختر کې که په کوم کلي بمباري و نه شي چاودنې خو خامخا کېږي. که چاودنه کېږي یا به مسجد کې کیږي او یا به هم میله ځایونو کې، مسجد ته سړی د الله تعالی د رضا کولو لپاره ځي او میله ځای ته د یوې شیبې خوشالۍ لپاره،  خو سل افسوس چې نه مو څوک د الله تعالی د رضا کولو لپاره پریږدي او نه مو څوک د خوشالۍ لپاره. په همداسي قیدي حالاتو کې ځوریدلو افغانانو باندي الله تعالی کله کله خوشالي ولوروي. څو تکړه ځوانان لاړ شي په نړیواله کچه د هیواد ملي بیراغ ورپوي. ملي سرود وغږوي. په میدان د الله تعالی د شکرینې لپاره سجدې ولګوي. د وطن مینه د ایمان برخه ده. په هیواد مین خلک مو په داسي حالاتو کې چې خپل ملي بیراغ یې په نړیواله کچه رپیږي خامخا د خوشالۍ خنداګانې کوي. اتڼونه کوي، جشنونه نیسي او د شکرانې مونځونه کوې. د کرکټ دوه زره پنځلسم کال نړیوال جام سیالیو کې افغانستان د سکاټلینډ په وړاندي لوبه کوله. لوبه حساس پړاو کې وه. افغان لوبغاړي د توپوهنې په برخه کې سم و نه ځلیدل او یو په بل پسې وسوځیدل، خو سمیع الله شینواري په خولۍ انځور شوی د افغانستان بیراغ ښکل کړ. په الله توکل یې وویل. د هیوادوالو خوشالول یې هدف شو. په میدان لکه د غره په څېر ودرید. جذبه وه، ولوله وه، باید بریا ته رسیدلی وی،  ځکه د بریا په موخه د لویو لویو غرونو او سیندونو نه پورې او لیرې پراته هیواد ته پسې تللي و. په داسي حالاتو کې به ولې بال له بنډرایو نه اوښته او ولې به افغان لوبډله بریا ته نه رسیده. د لوبې په وروستیو شیبو کې چې سمیع الله شینواری هم وسوځید،  د ټولو لوبې کتونکو زړونه په درزا و، شاپور ځدراڼ لکه د زمري په څېر په بال حمله کوي. بال د څلور منډو لپاره د میدان وروستي حد ته رسیږي او په دې سره افغان لوبډله بریا ته رسیږي.  الله! په داسي حالاتو کې به نو څنګه افغانان د خوشالۍ اوښکې نه تویوي! څنګه به د شکر سجدې نه لګوي، څنګه به د شکرانې مونځونه نه کوې او څنګه به جشنونه نه نمانځي. خدای خبر په هغه ورځ ما څومره د خوشالۍ اوښکې توی کړې. څومره کابلیان د حضوري چمن غاړو ته سره را ټول او اتڼونه یې کول.

خو ای کاش چې،

دغه خوشالي هم،  ځینو د هیواد دوستۍ جامو کې پټو خو په اصل کې خود غرضو خلکو،  نه دی را باندي پیرزو. له یوې نه یوې لارې خو خنډ جوړیږي او زموږ د دغو خوشالیو مخه ډب کوې. موږ په هیواد کې د کرکټ ډېر پیاوړي لوبغاړي لرو. دوی په ریښتیا کولی شي چې د ډېر ځل لپاره هیواد ته بریاوې او خوشالۍ راوړي خو د ملي ګټو او خوښیو پر ځای د شخصي ګټو او ژوند جوړولو لالچیانو یې مخه نیولي. د هغو چې په کرکټ لوبې یې لږ ډېر سر خلاصیږي تل دا خبره کوې، چې د کرکټ بورډ د لوبغاړو د انتخاب کمیټه شفافه نه دی. دوی د ضوابطو پر ځای روابط په پام کې نیولي.  هغه چې په ریښتیا دا دې وړ دي،  چې ملي لوبډلې ته لاړ شي نه پریږدي؛  بلکه دا دوی حق بیا هغو خوړلی چې په کرکټ بورډ کې پیژندګلوي لري. ورونه یا تره زامن یې په بورډ کې غټ صلاحیته دي.

یو وخت مې په همدې اړه د بورډ یوه چارواکي سره مرکه کوله. د کریم صادق په اړه مې ترې وپوښتل،  چې اوس ښه لوبه نه شې کولی او نور نو دا دې حق نه لري چې په ملي لوبډله کې پاتي شي، مګر بیا هم لوبیږي دا د نورو پیاوړو لوبغاړو چې په ریښتیا هم دا دې وړتیا لري تر څو ملي لوبډلې ته ورشي په حق کې ظلم نه دی؟ ښاغلي راته ډېر عجیب او غریب ځواب راکړو، ویل یې: کریم صادق له هغو لوبغاړو څخه دی چې د کرکټ لپاره یې ډېر خدمت کړی. لوبډله دا ده په همت او زحمت جوړه شوې. ډېرې لوبې یې را ته ګټلي. ډېرې سلیزې او پنځوسیزې یې راته وهلي. هیڅ څوک حق نه لري چې د کریم صادق په اړه څه ووايي. دا هغه ښاغلي خبرو هک حیران کړم. ویل مې چې دا خو عمران خان، سچن ټنډولکراوهمداسي نورو په نړیواله کچه پياوړو لوبغاړو سره ستر زیاتی شوی چې استعفاوې یې منل شوې. د عمران خان په کفتانۍ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې نړیوال جام وګټه او ټنډولکر سل سلیزې وهلي دوی ولې تر مرګه په لوبډله کې نه پاتي کېدل.

ډېرې چیغې مو ووهلي چې کریم صادق په خدای که دا دې وړ وي چې نور دې په ملي لوبډله کې ولوبیږي. دی چې د پاخه عمر سړی دی، ورځ تر بلې بدتریږي او له لوبې کولو غورځي پر ځای دې یې بل نوې او وړ کس ته ځای ورکړل شي. د کرکټ بورډ پخواني اجرایوي ریس کور دې ودان وي، زموږ په غوښتنو یې د فکر کولو وروسته له ملي لوبډلې ایسته کړ،  خو په دې وروستیو کې بیا خبریږم چې کریم صادق یو ځل بیا د ملي لوبډلې په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی، هغه هم د ټیسټ (( څلور ورځنۍ)) سیالیو لپاره. دغه خبر په ریښتیا وخندولم. کریم صادق په تېر میلیون جام سیالیو کې چې اکثریت په کې د نه تجربې لرونکي لوبغاړي لوبیږي هیڅ ښه و نه ځلید او نه یې تر هغې وړاندي یا وروسته لوبو کې ښه ځلیدلی، نو په کوم اساس بیا ملي لوبډلې ته ځي؟

بل خوا د څلور ورځنیو سیالیو لپاره د شهزاد محمدي اخیستل، چې سل په سله غلطه پریکړه ده، اخیستل کېږي. ولي؟ یوازې دا دلیل کیدلی شي چې موږ بل ویکټ ساتونکی نه لرو؟

 د شهزاد بخت بیدار دی په نه تجربه لرونکو او کمزورو لوبغاړو شپږیزې او څلوریزې ووهي. ډېرې منډې پرې جوړې کړي په دریمه ورځ بیا په لوبډله کې اخیستل شوی وي.

بل خوا بیا نوي لوبغاړي چې د افغانستان د کرکټ لپاره ښه راتلونکي لري ټوله ورځ د کرکټ بورډ مخې ته تاویږي. د نولس کلنې لوبډلې لوبغاړي بې معاشه ګرځي. همدارنګه د نوولسو کلنو نه د کم عمره ټیم څخه چاڼ شوې کسان چې باید ملي او الف لوبډلو ته واخیستل شي،  د هرې ښې بدې نه یې ایستلي او په طمع کړې یې دي چې ملي لوبډلې ته یې ورکوي، قراري بې کاره او بې معاشه ګرځي. چېرته اوونۍ نیمه کې که کوم کوچ پرې ور برابر شي او ساعت نیم تمرین وکړي، خو کریم صادق بیا که په کور هم وي او له لوبډلې کینول شوی هم وي معاش اخلي. دغه ډول زیاتی په ریښتیا د سړي زړه خوري.

د کرکټ مینوالو تر څنګ د کرکټ بورډ یو شمېر چارواکي هم په دې پوهیږي چې نور نو په ملي لوبډله کې د کریم صادق اخیستل وچ کلک زیاتی دی او د نورو لوبغاړو په حق کې لوی ظلم دی خو دا چې روابط یې قوي دي. ورور یې د کرکټ بورډ د مشر مرستیال دی ځکه په ملي لوبډله کې پاتي شوی.

موږ تر دې وړاندي څو ځله له کریم صادق غوښتنه وکړه چې که غواړي د هیوادوالو په زړه کې ځای ولري او نوم دې د تل لپاره د خلکو په زړونو کې ژوندی پاتي شي، استعفی وکړه،  خو کاش چې غوږ یې پرې ګرولی وی. د کرکټ مینوالو تل د بورډ له چارواکو د رسنیو له لارې غوښتي چې د هغه پخوانیو لوبغاړو پر ځای دې، چې اوس په مسلسل ډول ښې لوبې نه شي کولی، نویو لوبغاړو ته چانس ورکړي؛ خو چا ته یې وايي؟ کریم صادق او ورته  نور څو لوبغاړي دا دې وړتیا نه لري چې په ملي لوبډله کې پاتي شي. پاتي کیدل یې زیاتی دی او د زیاتی موږ ته د زغملو نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *