تیره شپه په جلال اباد ښارکې دپژواک خبري اژانس پر دفتر بمي چاودنه وشوه. ویل کیږي چاودیدونکي توکي ددفتر دروازې سره ایښول شوي وو چې د چاودیدو له امله یې ، ددفتر زیاتر ه تخنیکي وسایل له منځه تللي او ددفتر کوټه هم زیانمنه شوې ده .
دننګرهار ولایت ویاند احمدضیا عبدالزي دخبریالانو یوې غونډې ته چې په همدې اړه جوړه شوې وه وویل چې ولایتي اداره او امنیتي ادارې دا پیښه په جدي توګه څاري او دعاملینو دپیدا کولو په لټه کې یې دي .
تراوسه لا مالومه نه ده چې دغه پیښه په څه مقصد او د چا له خوا ترسره شوې ، خو دننګرهار ولایت خبریالان یې دخپل کاري او ځاني خوندیتوب په تړاو اندیښمن کړي دي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې دغه پیښه په کلکو ټکو غندي له ټولو لورو غواړي چې د خبریالانو بې پریتوب ته په پام سره دې دهغوی خوندیتوب ته په کلکه پاملرنه وکړي.
کمیټه دغه راز له افغان حکومته غواړي چې پيښه په جدي توګه وڅیړي او عاملین یې ژرترژره پیدا او سزا دې ورکړي.