تاند- د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ۳۰ تنه عرب ماین جوړوونکي وژل شوي دي.
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم دا عربان د خوشامند ولسوالۍ په معروف خېلو سیمه کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شول.
په خبرپاڼه کې د پېښې وخت ته اشاره نه ده شوې خو ویل شوي چې له دې جلا په یوه بل برید کې، چې په یوسف خېلو ولسوالۍ کې وشو، دوه طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي چې په دې برید کې، چې د جرکنۍ په سیمه کې وشو، د دولت د وسله والو مخالفانو یو موټرسایکل او د ریپیټر ماشین له منځه تللي دي.
نړیوالو ځواکونو د روان کال له پیله، د خپل جنګي ماموریت له پای ته رسولو وروسته په جګړه کې برخه نه ده اخیستې خو کله ناکله هوايي بریدونه کوي.