تاند- د افغانستان ټیم د فوټبال د ۲۰۱۸ نړیوال جام ته د غوراوي لومړۍ مسابقه پر سوریې وبایلله.
دا مسابقه چې په امنیتي دلایلو د کابل پر ځای نن شپه د ایران په مشهد کې وشوه، د سوریې ټیم وتوانېد چې خپل افغان سیال ته شپږ ګولونه ورکړي.
د افغانستان د فوټبال مسوولانو ویلي و چې دې مسابقې ته یې خورا ښه تیاري نیولې او ډاډه دي چې سوریې ته ماتې ورکوي. ګومان نه کېده چې د سوریې ټیم، چې هیواد یې د بېلابېلو وسله والو ډلو له لوري ټوټه – ټوټه شوی، دومره ښه لوبه وکړي.
افغان لوبغاړو، سره له دې چې په لوبغالي کې د افغان نندارچیانو شمېر خورا زیات و، ونه کړای شول چې سوریې ته کوم ګول ورکړي.
افغانستان به درې نور میچونه هم د خپل هیواد پر ځای په ایران کې وکړي.
د اسیا د لویې وچې د هیوادونو ټیمونه په ۸ ډلو وېشل شوي او په هر ګروپ کې پنځه ټیمونه له یو بل سره مخامخ کېږي.
د افغانستان ټیم له سوریې، جاپان، کمبودیا او سینګاپور سره په یوه ګروپ کې دی.
د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام مسابقې په روسیې کې کېږي.