سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۸) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۰\ ۱۳۹۴
د چاپېریال ساتنې د څار بنسټ په یوه رسمي راپور کې وايي چې په افغانستان کې د چټلې هوا قربانیان تر جنګ و ترهګرو بریدو څو واره زیات دي.
که افغانان لږ هم خپلو ګرېوانو ته سرونه ورکاږه کړي، نو ژر به پوه شي چې دوی د ناپاک چاپېریال او مردارخورګیو له امله له څومره لوی خطر سره مخ دي او که څوک کم هم له عقله کار واخلي نو دا ګواښونکی واقعیت به ډېر لړزونکی ورته وایسي.
د جوزا ۱۵– مه د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ وه او په دغه ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د ښاروالۍ نارنجي کالي واغوستل، جارو یې واخیست، د «ښایسته ښار» له کمپاین سره یوځای یې د کابل ښار په پاکولو کې ونډه واخیسته، کله چې یې جارو په لاس کې وو ویې ویل: جارو د پاکۍ نښه ده او جارو اخیستل یوازي د ښاروالۍ د سړي کار نه دی، زموږ هر وطنوال باید د ښار پاکولو لپاره لکه خپل کور غوندي جارو واخلي ځکه د ښار پاک ساتنه د هیواد د هر فرد دنده ده او د ښار ساتنې فرهنګ د دودولو لپاره یې د چاپېریال ساتنې له مدني رضاکارانو څخه مننه وکړه.
د ښار پاکونې کمپاین د ځمکې نړیوالې ورځي د ثور ۳- مي څخه د «رنګین کمان ټولنیزې شبکې» رضاکارانو او «قلم و اندیشه» سازمان له خوا پیل شوی او د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې پوري یې اووه اونۍ دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې د چاپېریال ساتنې مسؤلانو په مرسته د رضاکارانو له خوا د ښار له مختلفو ځایو څخه کثافات راټول او ټاکلي ځای ته انتقال شول.
د ولسمشر غني دغه سمبولیک حرکت ډیر معنادار او مهم وو، له یوې خوا یې دا پیام لاره چې افغانستان د چاپېریالي ککړتیا له مرګوني بحران سره لاس و ګرېوان دی او له بله اړخه یې خپلو هیوادوالو ته د کور، کوڅې، سړک، ښار، ښوونځې، دوکان، پارک، کلي او اوبو ساتنې د فرهنګ رامنځته کولو درس ور کاوه.
د اشرف غني دغه اقدام سړي ته د نوي سنګاپور د معمار (لي کووان یو) ور یاداوه چې هغه څنګه د یوې ژورې وطندوستۍ او عالي تفکر پر بنسټ نیمه پېړۍ پخوا سنګاپور جوړونې ته ملا وتړله او خپله ډېره غریبه ساحلي سیمه یې د نړۍ په څلورم ستر اقتصادي مرکز بدله کړه، په ۱۹۵۹ کې د ښار پاکونې مختلف پروګرامونه جوړ شول چې په یوه کې یې (لي کووان یو) هم عیناً لکه اشرف غني جارو اخیستی وو، یو سړک یې جارو کړی و چې تصویرونه یې اوس هم نه یوازې د سنګاپور بلکې دنیا هر انسان ته د وطنپالنې عشق ور کوي؛ دغه جالب سړی په اوسپنیز انسان هم مشهور دی، هغه په ۱۹۸۰ کې یوې غونډې ته وویل: «هر څوک چې پر سنګاپور حکومت کوي باید له اوسپنې جوړ وي، ما خپل ټول ژوند د دې ځای په جوړولو تېر کړی او تر هغه وخته چې زه مسؤل یم هیچاته به اجازه ورنکړم چې دا ویجاړ کړي.»
که څه هم اشرف غني له ډېرو سیاسي، ټولنیزو او ادارې کړاوو سره لاس و ګرېوان دی، په کور دننه، سیمه او نړۍ کې جدی چلنجونه ورته متوجه دي، له بده مرغه چې دی خپله هم د یوه پاخه او قاعده من سیاست و مدیریت پر اساس واک ته نه دی رسېدلي ځکه یې ستونزې ډېرې او جدي دي خو بیا هم له ټول موجود بحران سره- سره د هغه پاک شخصیت، ژور تحلیلي بحثونه و ستراتېژۍ او نړیوال شهرت افغانانو ته امیدواري ور کوي چې و به کولای شي د افغانستان د څلورو لسیزو مسلسلو جګړییزو توپانو ځپلې کښتۍ د سنګاپور غوندې د نجات ساحل ته ورسوي، د کابل له سینما پامیر سره، جمهور رییس د ښاروالۍ د یوه کارمن په رول کې راڅرګندېدل، هم افغانانو ته د ده د وطندوستۍ او هیواد جوړونې پر اراده باور بخښي او هم خپله هر افغان- انسان ته له خپل وطن سره د مینې سبق ور کوي.
ودان افغنستان ګوند ډاډ لري چې پر افغانانو خپل افغانستان ډېر ګران دی خو لوی مشکل یې د زړه سواندو او وطنپرستو مشرانو نېستې ده، که نه نو دوی خو تل د وطن ساتنې او جوړونې په هدف او تعهد تل په خپلو رهبرانو پسي منډې وهلي خو بېرحمه واکمنانو یا د مرګ د بلا په خوله ورکړي او یا یې هم ژوندي پر پردیو پلورلي دي.
د و.ا.ګ هیوادپالو مبارزینو پخوا هم څو- څو واره د خپلې وطنپالي سیاسي کړنلارې د حکم پر بنیاد د چاپېریال ساتنې کمپاینونه پیل او بشپړ کړي دي چې یوه څرګنده بېلګه یې د هلمند ولایت د ولایتي کمېټې له لارې د ښار پاکونې دوه لوی اشرونه او هم په کندهار کې د ګوندي ملګرو ورته کمپاین وو، چې د ډیرو خلکو د تشویق او تحسین سبب وګرځېدل.
زموږ ګوند دا خپله اساسي دنده ګڼي چې د چاپېریال ساتنې او پاکونې کمپاینونه به نور او نور هم پراخوي، هم به خلکو ته دا احساس ور کوي چې نه یوازې خپل کثافات په لارو، کوڅو او لښتیو کې و نه غورځوي بلکې د نورو غورځول شوي امبارونه هم ورټول او کنټرول کړي او هم د شنو سیمو په جوړولو سره خپل کور، کلی، ښار او په مجموع کې ټول وطن، هم پاک او هم ښکلی کړي.
د ودان افغانستان ګوند د چاپېریال ساتنې ستراتیژي په دې ډول ده:
«له وړ ایکولوژیکو شرایطو سره سم، په پاک روغتیایې چاپېرالل کې ژوند، د انسان طبیعې حق دی.
و.ا.ګ د پورتني حق د خوندې ساتلو لپاره د لاندینیو بنسټیزو چارو سمون غواړي:
ــ د ښارو د پراختیا مخنیوی.
ــ تر هغه ځايه چې کېدای شي په استوګنو سیمو کې د ناوړو وړانګو، ګازو او لوګي د خپروونکي تخنیک بشپړ مخنیوی یا کمی او یا هم لري نااستوګنو سیمو ته لېږدول.
ــ د کاربوني او راډیو- اکټیوي سرچینو د کارولو پر ځای د اوبو، لمر او بادي برېښنا د کارولو پراختیا.
ــ په سړه هوا د لمر تودوخې د اړولو د نوې ټېکنالوژۍ دودول.
ــ د اوبو ( سیندو، خوړو، ویالو، ډنډو، چینو او تر ځمکې لاندي اوبو) د ککړتیا، ځنګلونو د خپلسرې غوڅونې او د الوتونکیو، ځناورو او کبانو د بېباکه ښکار کلک مخنیوی.
ــ د زلزلې د بې اغېزه کولو لپاره د هرې هغې ودانۍ د جوړېدا مخنیوی چې له اینجنیري نورمو وتلې وي.
ــ د ترافیکي پېښو او ګډوډیو د مخنیوي لپاره د ډاډمنو ترانسپورټي لارو، پلو، تونلو او موټرـ پارکو ودانول او سمون.
ــ په لویو ښارو کې د موټري بېروبار او لوګي د مخنیوي لپاره د ښاري اورګاډو او سرویسو پراختیا.
ــ په استوګنو او اقتصادي سېلاب ځپنده سیمو کې د سیندو د بهیر اینجنیري کول.
ــ د ناپاکۍ، مایکروبو او پرازیټو د مخنیوي لپاره په ښارو او استوګنو ځایو کې د کانالیزاسیون غځول.
ــ د عامه تشنابو جوړول او د پرلپسې پاکارۍ د بهیر چټکوالی.
ــ د اپیډیمیکو ناروغیو هراړخیز مخنیوی.
ــ د مېوه یي ونو، لاسي ځنګلو او شنو سیمو پراختیا.
ــ د څښاک اوبو او خوړو روغتیایې کنټرول.
(کړنلار، مخونه ۵۳ – ۵۵ پنځم چاپ)
د لوي خدای (ج) له درباره د رضاکار چاپېریال ساتنې او پاکارۍ د همت غوښتنې په دعا!