محب الله آرمل

ژوند سيند دی، سمندر دی او انسانان پکې لاهو دي څوک په کيښتيو کې سپاره دي څوک په بېړيو کې ځينې د شپون صيب په قول لامبو پکې وهي، هغه چې لامبوزن دي لږ وچه ومومي، لږ دمه جوړه کړي او ساه واخلي، خو هغه چې لامبوزن ندي غرق شول او غرقيږي… د غه حالت سعود شعر ته داخېل کړی ، ژوند سمندر بولي، دی چې ماديات نلري نو مجبور دی چې په کاغذي کيښتې کې يون وکړي او د ماديت په نشتون کې خپله مينه په بې باوره کاغذي کيښتۍ کې نه سپروي او ورته وايي :

لېونۍ يې که په خود يې بې پايانه سمندر دی

له کاغذه جوړه شوې د کيښتۍ کې ځانله ښه يم

د اکثره افغانانو يو زوړ عادت دادی چې له شتو او پيسو سره مغروره کيږي، يو ټوکه ده : وايي يو کس چې په لومړي ځل په اوښ سپور شوی وو نو دومره خوند يې ورکړی وو چې ويلي يې و: د ځمکې په خلکو مې سلام کوئ . سعود وايي :

ټوله دنيا بې سمندره ګڼي

هغه اوبه چې په کاسه کې اوسي

متل دی چې: ځمکه هغه سوزي چې اور پرې بل وي . دلته هره ورځ چاودنه کيږي او وروسته په ملي کچه غندل کيږي، د مخنيوي چاره يې که څه هم شته خو دا کار بيا په ملي نه بلکې په خاصو اکثريتونو يا امنيتي اورګانونو پورې تړل کيږي، د شاعر او ليکول عبدالغفور لېوال په اند د دغه اور د مړه کولو يوازينۍ لاره د ملت اقدام دی که ملت ته د دغه اور د مړه کېدو احساس ورکړل شي نو مړ يې بويه.  د سعود هم دې خبرې ته پام شوی او ويل يې دي :

مالاهو کړي سمندر ته او احساس راله رانکړي

خلک راشي تماشه وکړي او لاس راله رانکړي

دې بيت هغه نقل هم راياد کړ چې وايي د چنګښو يو ډله د کوهي پر غاړه تېرېدله ، ناڅاپه څو څونګښې کوهي ته ولوېدې، دوی وغوښتل چې له کوهي را ووځي مګر له پاسه نورو غږ پرې وکړه چې زحمت مه باسئ او مرګ ته تسلمې شئ، کوهي ته لوېدلو څونګښو د پاسنيو هغو خبره ومنله خو په دوی کې يوې د راختلو هڅې ته دوام ورکړ … له څو ځله لوېدو او شاتګ وروسته پدې وتوانېده چې راووځي . له راوتلې څونګښې نورو څونګښو وپوښتل چې ولې دې زموږ خبرې ونه منلې او مرګ ته راضي نه شوې ؟ نو دې ځواب ورکړ چې ستاسې خبر مې اورېدلې ندي ځکه چې زه کڼه يم .

[دغه نقل مې په(د زروهنېدارو کور) کتاب کې لوستی وو او دلته مې له خپلې حافظې وليکه تاسې يې اصلي بڼه په ياد کتاب کې لوستی شئ .]

په نقل کې لولو چې په کوهي کې لوېدلو چونګښو ته هغه نورې نه يوازې داچې د راختلو احساس نه ورکوي بلکې لا ورته وايي چې مرګ ته تسلمې شئ . موږ هم دغسې يو خو کله مو چې د دښمن خبره نده منلې نو د هغه کڼې په څېر له کوهي راوتلي يو .

سعود (د اوبو قانون دې خاورو سره ګډ کړو ) په نوم نظم کې بيا سمندر ته ګيله کوي او وايي:

سمندره زه شيطان په کاڼو ولم

کاڼی دروند وي په اوبو د کې د ډبوبيږي

ته د زخم له احساسه خبر نه يې

هغه خاوره ده چې زخم شي درديږي

ښاغلی سعود خپله ګيله نوره هم غزوي ، د خپل فکر خواږه ورکوي او فلسفه پکې رانغاړي :

خاوره پرېږده چې آرام باندې پرته وي

سمندره خاوره ستا په شانته نده

سره ګلونه يې د سترګو ګواهان دي

د اوبو او د رڼا په شانته نده

په هره ټولنه کې چې عدل د ظلم او تيري تر سيوري لاندې راشي نو مينه او حقيقت ورک شي بيا که څوک ريښتيني هم وي خو له ډاره د څه ويلو جرئت نشي کولی . دغه مضمون اکثره شاعرانو په شعر کې ځای کړی . مجيد قرار وايي :

د ډار په ښار کې سړی ټول فکر پدې کوي چې

سړی څه نه وايي له ډاره سړی څه ووايي

خو سعود بيا د دغه ډار يو غير مستقيم فاعل هم موندلی او سمندر له جابر سره ورته بولي دی ليکي :

بره اوسي لاندې نه راښکته کيږي

سمندره ستا له ډاره د غره کاڼي

موږ د باران په هکله په ساينس کې لوستي و چې د اوبو بخار پورته کيږي او بېرته د باران په شکل په ځمکه را ښکته کيږي سعود دغه مضمون هم د شعر په قالب کې اچولی او پکې سمندر ته مخاطب دی ، سمندر بخيل بولي :

ستا وريځې به لېمه راته لمده کړي

سمندره په باران باندې به کم شې

او سمندر هغه کليمه ده چې سعود کابو په هر غزل او نظم کې يوځل راوړې ده، سمندر ته يې اکثره ځايو کې د يوه ظالم او جابر په سترګه کتلي او يايي هم يو لوی تيري ګر بللی دی .

د صحرا ستره سينه وم په اوبو کې د بندي کړم

زندګۍ د سمندر په فيصلو کې دې بندي کړم

سيد شاه سعود د کوزې پښتونخوا د ادب په  ټاټوبي پېښور کې ۴۵ کاله وړاندې دې دنياته سترګې غړولې دي په اوردو ادبياتو او فلسفه کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې لري .

د سعود شپږ  شعري مجموعې په ( ۱ـ درې ګوټيزې دايرې،۲ ـ جانانه ستا تر دره څنګه درشم ،۳ ـ بس همدغه شانته ښه يم ، ۴ ـ داسې ډېر لرې به نه ځو ، ۵ ـ ښه ده چې ته رانه خبر نشولې او ۶ ـ درده مه رانږدې کېږه ) نومونو چاپ شوې دي چې د شعر د مينوالو لخوايې تود هرکلی شوی .

پای

سرچينې

۱ : ښه ده چې ته رانه خبر نشولې (شعري ټولګه ) سيد شاه سعود

۲ : درده مه رانږدې کيږه ( شعري ټولګه ) سيد شاه سعود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *