د فرخندې د شهادت په ورځ د ارګ او مرګ مفتیان او ډاکټران د ارګ له پالیسۍ  ناخبره و.فتواوې ترې صادرې شوې او وروسته  یې چې کتاب او دارګ پالیسې وکته، نو د تبر تاوان یې، چې د دوی و(ولو کانه دوقاته)راویستو،خو لاړې تو شوې وې .

پرون مې په دې ګناهګارو  ولیدل ، چې یو کس له ډېرې ناچارۍ او لوږې روژه نیسي او  په ټول کور کې یې د مفکرانو له وجهې  له  ټوک ډوډۍ نه د مارپښې جوړې شوې دي . اوس نو زه حېران یم ،چې د ملک مفتیان او د شریعاتو دوکتوران دا روژه څنګه ګڼي؟ ایا د ډوډۍ دنشت له وجهې چې روژه ونیسې ثواب یې کیږي ؟او که فتوا د ملا نصرالیدن د څپلیو ده ،چې غله ترې وړې وې ،ده ورپسې منډې کړې وې او چې نه یې و نیولی په خېرات یې ورحساب کړې وې!!

داهېڅ منطق نه مني چې ته دې دخپل حکومت په چارو کې ناکام (ناکام څه چې ساقط)یې او چوف! ادم چوف! دې کوې او د خلکو په حافظو دې پخوانۍ ویر راتازه کوې چې دا ناپړیته شوې او دا شوې وه ، زه خو په ړندو کې چغر یم! .

دا معمول دی ،چې څوک له ځانه حسنات نه لري .بل درته بد ښکاره کوي،چې ګوندې زه باران یم او هغه مطلقه ناوه ده .

دا چارې معمولا دکمپاېن په دور کې کیږي.خو چې ټاکنې؟؟! وشي ،جناب والا (یا د (ګان) روستاړی ورسره )په خلافت د چا له خوا مبعوث شي ، نو مسولیت ده ته راجع شي.

دغه وي چې په دې دنیا د ده دسلطنت په احاطه کې د هرې ناروا مسولیت ،هغه که د تبلیغیانو په اصطلاح نغد وي او که په نهایت کې ده ته رسیږي، دی مسوول وي.

د تحلیف له مراسمو څو دقیقې وروسته چې د اساسي قانون په پښه کې پړی اچول شوی تراوسه پورې پړمخه راکاږل کیږي.

د افغانستان دغه ګاندهي ، چې زمانې ورته کلونه ،کلونه انتظار کړی و ، په عصر حاضر کې جلوه افروز شو او وعده یې ورکړه ،چې لکه دحضرت عمر دزمانې به لېوان له ګډو سره ګرځي.

د کرزي په خلافت کې څو ، څو ځله مشر امریکا ته وویل،چې د ډمبرو مچیو ځالې ها خوا دي ، خو امریکا یې په خوله تریخ پیاز ونه خوړ،داځکه چې هغه جناب په پوره توګه نه و برېن واش شوی.

څو ورځې له مخه سرتاج عزیز په رڼو ټکو اعتراف وکړ،چې طالبان مونږ حمایه کول اوس مو ترې لاس اخیستی دی.د کرزي د څو کاله پخوانۍ اندېښنې پخلی د پاکستان له یوه مهم ادرسه اوس کیږي.

اعترافونو مالومه کړه ،چې د کرزي اندېښنه پر ځای وه .خو اوس اوبه له ورخه تېرې دي .
داعش په ماډرنو وسلو سمبال دی او د تبلیغاتو لپاره یې ونې پېسې کوي!! پر داعش باندې د اي اېس آی هېڅ منتر نه چلیږي.پاکستان د خپل لوی اقتصادي متحدچین ،چې له داعشه یې وېره کیږي ،تر ځینو بیګارونو لاندې هم راغلی دی.

داعش د طالب د وینې خومار دی او طالب په پاکستان کې دی. لرې نه ده ،چې هلته هم دخپل اکثریت حضور اعلان وکړي.

دغلته دی ،چې پاکستان د (باب دی په بیان دطالب کې)درس ختموي او د داعش دمخنیوي لپاره په طالب مصرفېدونکې پېسې لګوي.

د پاکستان سولې ته راضي کول دغني کوم کمال نه دی ،دپاکستان اړتیا ده او غني د اړمنو ملګری دی!!لکه مخکې مې چې د روژتي بیان  وکړ .

غني دافغانستان دتاریخي متحد هند پر مخ د شاه محمد لوګري څپېړه ورخلاصه کړه .او ددې څپېړې(سیاست) وضاحت لاهم په واضحو ټکو کې نه دی شوی.

بیا هم وایو،له پاکستان سره  له تفاهملیک نه واخله ،دطالب تر پروژې پورې په ټولو مواردو کې ګټه دپاکستان ده یانې:

وربشې دخان دي،اخون خوشې ورته خاندي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *