تاند- وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند ولایت په موسي کلا ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو په حمله کې شاوخوا ۲۰ تنه پولیس وژلي دي.

د پولیسو یوه چارواکي محمد اسماعیل هوتک نن وویل چې دا برید په موسي کلا ولسوالي کې د پولیسو پر پوستو وشو.

موسي کلا ډېر کلونه د طالبانو یو مهم مرکز و.

د ده په وینا په دې برید کې ۱۰ پولیس نور ژوبل شوي او داسي ښکاري چې طالبانو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې وي خو د شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه لری.

هوتک وویل چې تر نن سهار پوري لا هم په سیمه کې جګړه روانه وه.

تېره میاشت وسله والو طالبانو د هلمند په نوزارد ولسوالۍ کې ۱۹ افغان پولیس ووژل.

3 thoughts on “وسله والو طالبانو په هلمند کې ۲۰ افغان پولیس ووژل”
  1. اشرف غني صاحب دا هم ستا د مذاكراتو تتيحه. والله كه دا حرموني نور مخي پنجابيان خپل په يوه خبره هم عمل وكري،ددوي تول عمر په منافقت اوحراميتوب كي تيرشوي په دوي باور كول غلط كار دي

  2. سبا دی بیا ضرب العجل نیته ورته تاکی ددغو پلیسو او که ددی خوا مره دی یا دهغی خوا مره دی دهغو دمور او پلار ادهغو داولادو پشان ستا اولاد ستا ماینه وژره وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *