تاند- د ترکیې پوځ د دغه هیواد د ختیځ په یوه دره کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۴۱ ګیرپاتې شوي افغانان وژغورل.

د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هیواد پوځیانو پرون /شنبه/ په وان ولایت کې وروسته له دې د ژغورنې عملیات پیل کړل چې یو شمېر کسان یې ولیدل چې د ایران له پولې د ترکیې خاورې ته په غیرقانوني ډول اوړي.

پوځیانو د وان ولایت په باسکېل ولسوالۍ کې ۴۱ تنه وموندل چې شپږ تنه یې ماشومان دي.

پوځیانو دې کسانو ته له ژغورلو وروسته خواړه او جامې ورکړې.

اناتولیا وايي چې دا افغانان به د باسکېل ولسوالۍ په دولتي روغتون کې له معاینې وروسته له ترکیې وایستل شي.

اژانس نه دي ویلي چې هغوی افغانستان ته لېږل کېږي او که د مځکې له لارې ایران ته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *