د جمهوري ریاست د عالي مقام د ورځنیو کړنو لنډیز (رسنیز موضوعات)
شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۴ (13 June 2015)
- جمهور رئیس غني: موږ د داسې سولې ټینګښت غواړو چې په هغې کې د افغانستان ملي ګټې خوندي وي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د اسلامي ګوند د شوراګانو د اتحاد له غړو سره وکتل. دوی د جمهور رئیس غني په مشرۍ د افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د دغه حکومت لخوا د پیل شویو اصلاحي او د سولې د پروګرامونو پلي کېدل یې د افغانستان د خلکو تر ټولو مهمه اړتیا وبلله او ډاډ یې څرګند کړ چې د دغه ګوند غړي د افغانستان د حکومت په پیل شویو رغنده ملي پروګرامونو کې ځان شریک بولي او د عدالت د ټینګښت، د ملي ګټو د خوندي کولو او د ظرفیتونو د لوړولو لپاره به له حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي. جمهور رئیس غني افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله، ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې دا د هر افغان دنده ده چې یو بل ته سره لاسونه ورکړي افغانستان له اوسني حالت څخه را وباسي.جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده چې موږ ته له تېر څخه ستونزې په میراث را پاتې دي، زما لومړنۍ دنده دا ده چې د افغانستان ثبات تضمین کړم.
- جمهور رئیس غني د علماوو د سراسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل
د عالمانو شورا، د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي نوامیسو ساتونکي بللي او په ټول افغان ولس یې غږ کړی دی چې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره پراخې هلې ځلې وکړي. جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا له غړو څخه مننه وکړه چې د انبیاوو د وارثانو په توګه یې تل له ملي او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه کړې ده او ولس یې په تیاروکې له تګ څخه منع او په نیکه لاره تللو ته یې رهنمایي کړی دی. جمهور رئیس غني د هېواد له دیني عالمانو وغوښتل چې د اسلام د سپیڅلي دین په رڼا کې د جوماتونو د منبرونو له لارې خلکو ته د سولې د فضیلت او ارزښت په باب په دوامدار ډول پراخ معلومات ورکړي او د سولې په بهیرکې ګډون ته یې راوبولي.