د حضرت داود ع زمانه وه. د قلزوم دریاب په غاړه د مدین او طور سیمې ترمنځ د ایله په نوم یو کلی ودان و. د دې کلي اوسېدونکيو د کبانو ښکار کاوه. هغوی ته حکم وشو چې د شنبې په ورځ ( یوم السبت) د کبانو ښکار مه کوئ. دا ورځ عبادت ته وقف کړئ. خو کلیوال منع نشول، یو چل یې جوړ کړ. د شنبې په ورځ به یې د اوبو ډنډونه جوړ کړل او چې کله به کبان راننوتل، د ډنډونو خولې به یې وتړلې،کبان به بند شول او بیا به یې په سبا ښکار کړل. د ایله کلي اوسېدونکیو، د خدای ج حکم ونه منه، خدای پاک ورته په غضب شو او هغوی یې مسخ کړل. په بیزوګانو بدل شول او بې ازاره کبان یې له شره خلاص شول. دا خلک درې ورځې ژوندي وو، یو بل ته یې مړې، مړې کتلې. انساني شعور او پوهه ورسره وه،په خپلو سرغړونو پښېمانه وو، خو خبرې یې نشوې کولای، دوی به یوازې ژړل، خو دا داسې وخت و چې ژړا فایده نه کوله. درې ورځې همداسې په مسخه شویو شکلونو پاتې شول، همداسې یې خپلې نافرمانۍ ته په پټه خوله اوښکې تویولې او بیا ټول پو پناه شول. د دې پيښې له بیان نه په وروسته ایت کې راځي چې دا سزا ( مسخه کول) د دې لپاره ورکړل شوه چې حاضر قوم او راتلونکي نسلونه ترې پند واخلي، هغوی ته عبرت شي. خدایه! زموږ ولس هم اوس د قلزوم دریاب د کبانو په څېر دی. زموږ د ښکار په ورځو کې هیڅ وقفه نه راځي.موږ هره ورځ وژل کیږو، د هرې اونۍ له شنبې ترجمعې ټولې زموږ د وژنې او ښکار ورځې دي. موږ په روژه کې وژل کیږو،موږ په اخترونو کې وژل کیږو، محرم کې وژل کیږو او… خدایه! موږ د قلزوم دریاب له کبانو هم په خطرناک حالت کې یوو او دا ځکه چې زموږ د ښکار ځای معلوم نه دی. کور کې وژل کیږو، د لارې پر سر وژل کیږو، مکتب کې وژل کیږو، جومات کې وژل کیږو، هره لحظه هر چېرته وژل کیږو. ربه! موږ د بشپړې تباهۍ خواته روان یوو. موږ په ختمیدو یوو، هره ورځ مو کروندې او کورونه په هدیرو بدلیږي.موږ رختونه یوازې د جنډو او کفنونو لپاره اخلو. زموږ بازارونو کې د تابوت جوړونکیو کارو بار ښه ګرم روان دي. دلته هرڅوک ځانته په ژوندوني تابوتونه اخلي. دلته خلک د تابوت او کفن پلورونکیو پوروړي دي. خدایه! ته اورې او وینې چې زموږ خلک په څه شي شکر باسي؟
په څه شي د مقتول کورنۍ ته ډاډ ورکوي؟ دوی ورته د تسلیت په ډول وایي: ستا پلار بختور و، جنازه یې وشوه، ښخ شو، خدای خبر زموږ جنازې ته به څوک پاتې شي او کنه؟ خدای خبر زموږ د جسدونو غوښې به د ټولولو وي او کنه؟ خدایه! دلته خلک له ژونده ستړي دي. د بستر مرګ ورته غنیمت ښکاري. دلته خلک د بستر مړي کورنۍ ته وايي: خوشبخته و. نه پرې د کافر ټاپه ولګیده او نه د تروریست. ربه! له موږ لاره ورکه ده. موږ خوندي ځایونه نه لرو. زموږ ښکاریان مشخص نه دي. هر څوک را باندې چړې سرې کوي. ربه! زموږ ژوند هم د قلزوم دریاب د کبانو په څېر دی. زموږ وژنو ته هم بلا ډېرې پلمې جوړېږي، څوک را باندې یو نوم ږدي او څوک بل، هره لحظه د ټوپک میله زموږ خواته وي، هره لحظه ماشې کشکول کیږي او هره لحظه مو سینې غلبیلیږي او په وینو مو زمکه سره کیږي. ربه! د قلزوم کبان خوش قسمته ول. لږ تر لږه واړه یې په امن کې وو. خو زموږ کوچنیان هم په امن کې نه دي. هره ورځ یې تنکي جسدونه دومره ټوټه – ټوټه کیږي چې د راټولولو نه وي. میندې غوښې پلو کې واچوي، څو ځلې یې سترګو ته نږدې کړي، خو نه پوهیږي د کوم اولاد یې دي؟ میندې یو سوځیدلی سر را واخلي، مخامخ په چوکاټ کې لګیدلو عکسونو ته وګوري. هلته د هغوی سپین مخونه او له خندا ډکې شونډې وي، یو عکس هم دې ته ورته نه وي. شکي شي خو چې خپل بچیان وشماري، دوه درې کم وي. سر، سترګو ته نږدې کړي ښه ورته ځیر شي، ښکل یې کړې او بیا یې بیرته کفن کې تاو کړي. ربه! موږ نور په خښولو ستړي شوي یوو. وقفه غواړو. موږ هم (یوم السبت) ته اړتیا لرو. د اونۍ یوه ورځ دې زموږ وژل منع شي. ربه! که څوک له دې ورځې هم تجاوز کوي او بر ناحقه مو وژني، نو موږ خو له کبانو بهتره مخلوق یوو. ستا په وړاندې زموږ مرتبه لوړه ده. خدایه! په خپل قدرت یې مسخه کړه! پریږده چې ټول خلک د نا حقه وژنو انجام وویني.
پریږده چې حاضر او راتلونکيو نسلونو ته عبرت شي او بیا څوک ستا د اشرف المخلوقات د نا حقه وژلو جرئت ونه کړي. ربه! پر موږ ورحمیږه! زموږ واړه ماشومان چې له هرڅه لومړی ورته ستا د وحدانیت کلمه ښییو، د ظالمو ښکاریانو له منګولو وژغوره. خدایه! موږ لکه کبان بې لاس او بې پښو یوو. که ستا رحم نه وي له هیڅ ښکاري ځانونه نشو ژغورلای. په خپل دې عاجزه او بې وسه مخلوق ورحمیږه!
محمد نعمان دوست، جلال اباد د چنګاښ ۳۰مه،۱۳۹۲ (ګرداب ورځپاڼه)