تاند- د سویډن شهزاده له یوې ماډلې سره واده وکړ. دا د سویډن په سلطنتي کورنۍ کې نادره پېښه ده. تر دې مخکې، لږ ترلږه په څو سوه کلونو کې، داسي نه دي شوي چې د سلطنتي کورنۍ کوم غړي دې له کوم عادي سړي یا ښځې سره واده کړی وي.

سره له دې چې په سویډن کې نظرپوښتنې ښيي چې شاهي کورنۍ نور په خلکو کې د پخوا په شان ګرانښت نه لري خو له ماډلې سوفیا سره د شهزاده کارل فلیپ د واده د لیدلو لپاره د پلازمېنې ستوکهلم واټونو ته په زرګونو خلک راوتلي ول.

سوفیه دېرش کلنه ده خو د شهزاده کارل فلیپ عمر ۳۶ کاله دی.

د معلوماتو له مخې دواړو لومړی پلا په ۲۰۱۰ م کال په یوه رستوران کې سره ولیدل. وروسته د دوی د اړیکو په باب خبرونه خپاره شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *