تاند- د طالبانو له لوري د بودا د سترو مجسمو له ویجاړولو ۱۴ کاله وروسته د۳ ډي وړانګو د تکناوژۍ په ذریعه د بودا مجسمه په خپل اصلي ځای کې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې شوه.

یوې چینايي جوړې د (3D) له لیزري وړانګې څخه په استفادې د بودا د نړول شویو مجسمو تش ځای ډک کړ.

یانسن یو (Janson Yu) او لیان هو (Liyan Hu)، چې د طالبانو له لوري په نړۍ کې د بودا د دغو تر ټولو سترو مجسمو ویجاړېدو هېښولی ول، پرېکړه وکړه چې په یو نه یو ډول یې بېرته ورغوي.

دوی د افغانستان له حکومت او د ملګروملتو د کلتوري څانګې یونسکو څخه اجازه واخیسته چې دا مجسمې یوازې د یوې شپې لپاره په خپل اصلي ځای کې وښيي.

د جون په اوومه د پروجیکترونو په مرسته د بودا مجسمې کټ مټ په خپله اندازه او بڼه په داسي حال کې نندارې ته وړاندې شوې چې د موسیقي نغمه ورسره ږغېده.

د بودا د مجسمو د ښکارولو لپاره ډېر تبلیغ نه و شوی چې زیات خلک یې لیدو ته راشي، یوازې یو نیم سل تنو دا ننداره ولیدله.

د بودا دا دوې مجسمې په شپږمه پېړۍ کې پر پرښه کیندل شوې وې. د یوې اوږدوالی ۱۱۵ فوټه او د بلې ۱۷۴ فوټه و. په نژدې دوه زره کلونو کې له هر ډول پېښو روغې ووتې خو طالبانو په دوه زره لومړي کال په چاودېدونکو موادو والوزولې.

ډېر افغانان ګومان کوي چې طالبانو دا مجسمې د پاکستان د آی ایس آی پلوو ملایانو په فرمایش ویجاړې کړې.

د بودا مجسمې نه یوازې د افغانستان بلکې د یونسکو په وینا د ټولې سیمې خورا مهم لرغونی میراث و. یونسکو د بامیان تاریخي اثار د نړیوال میراث په لیست کې شامل کړي دي.

جاپان او سویس هم ویلي چې د بودا د مجسمو په بیاجوړولو کې مرستې ته تیار دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *