په لغمان کې به یو سلو اووه څلویښت زره پینځه سوه نهه څلویښت(۱۴۷۵۴۹) ماشومانو ته د ګوزڼ(فلج) واکسین د درې ورځو په موده کې تطبیق شي.

د فلج د واکسین د تطبیق دغه درې ورځنی کمپاین نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري یو کوچني ته په خوله کې د دوه څاڅکو واکسین په اچولو سره رسما پیل شو. دغه واکسین به هغو کوچنیانو ته تطبیق شي چې عمرونه یې له پینځو کلونو څخه ښکته وي.

هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه سربیره پر لغمان والي د عامې روغتیا، حج او اوقافو او عدلیې رئیسانو او د عامې روغتیا ریاست یو شمیر ډاکترانو په کې برخه درلوده.

پیل کې د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي او د واکسین د تطبیق په برخه کې د همکارو موسسو استازو په وار سره په خپلو خبرو کې د دغه واکسین په ګټو او د دغه ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د شته امکاناتو او لازمو تدابیرو په اړه معلومات وړاندې کړل او ولایت مقام ته یې ډاډ ورکړ چې پرته له کومې ننګونې به دا پروګرام په ټول لغمان کې تطبیقیږي.

بیا ورپسې د لغمان د علماوو شورا او عدلیې رئیس مولوي عبید الله الکوزي په خپله وینا کې په ولسونو غږ وکړ چې د ګوزڼ د واکسین له روان کمپاین سره دې همکاري وکړي او زیاته یې کړه چې موږ ټول علما د دغه پروګرام ملاتړي يو.

د غونډې په پای کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې د دواګانو کیفیت ته د پاملرنې تر څنګ زیاته کړه چې ښه روغتیا د ژوند د هرې برخې تضمین کوي. همدارنګه ښاغلي نعیمي وویل چې د پلان د تطبیق نظارت او او بیا له هغې وروسته د ارقامو راټولونه او د هغې درسته ارزیابي او د خپلو کمیو او کاستیو درست مدیریت هغه څه دي چې یو کس د کامیابي په لوري بیايي.

د لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې وویل هغه څوک چې ډېر کار کوي او زحمت باسي هغه باید زیات تشویق شي تر څو نور کسان هم د ښه کار لپاره وهڅیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *