وايي، چې که انسان سره خيال نه واى، واقعيت به وژلى واى. هغه څه چې انسان په رښتيني ژوند کې نه شي کولاى، په خيال کې يې ترسروي، ځکه نو د هنر سرچينه تخيل باله شي.
د تخيل کار د واقعيت او خيال ترمنځ د اړيکې کشف دى.
حسن تعليل په مهمو بديعي صنعتونو کې راځي. زموږ بديع يې په اړه وايي، چې د يوه وصف لپاره د يوه غير حقيقي، مګر لطيف او مناسب سبب راوړلو ته حسن تعليل وايي.
په دې تعريف کې څو عيبه دي. يو دا چې د وصف مانا لوستونکي ته رڼه ده، ښايي توصيف ته به وايي؛ خو توصيف موږ عموما د ستاينې په مثبته مانا کاروو. دويمه کلمه د لطيف او مناسب ده، چې سړي ته پوښتنه پيدا کوي، چې لطيف علت څنګه وي؟ او مناسب او نامناسب څنګه وي؟
زموږ په بديع کې چې کم بدلون راغلى، تعريفونه يې هم دومره نه دي بدل شوي او بيا کتنې ته اړ دي. کلمې وخت په وخت ماناوې اړوي. د صنعتونو د تعريف بنسټي کلمې هم بيا غور غواړي، ځکه دغو کلمو ماناوې به د پخوانو لپاره رڼې وې؛ خو اوسنيو ته نه دي.
د دې معيارونو په رڼا کې ويلاى شو، چې حسن تعليل د هنري منطق پر بنسټ د پېښو يا حالت تر شا د خيالي علت موندلو ته وايي.
د دې تعريف په کليدي اصطلاحاتو کې هنري منطق، پېښې يا حالت او خيالي علت شامل دي. د هنري منطق خبره ځکه کوو، چې هره خبره، چې هنري منطق ونه لري، په حسن تعليل کې نه شو راوستاى، پېښه ځکه وايو، چې حسن تعليل شيانو ته نه، پېښو او د شيانو حالت او کړو ته اشاره کوي او خيالي ځکه وايو، چې که علت واقعي وي، بيا حسن تعليل نه شو او د حسن تعليل هدف وشړېد، ښايي د هغه څيز کومه ځانګړنه چې موږ رااخلو، هغه واقعي وي؛ خو څرنګه چې يې له خيال سره نښلوو؛ نو خيالي ورته وايو، بل، علت پخپله د ارتباط مزى دى، چې د دوو شيانو ترمنځ غزېدلى او سره تړلي يې دي؛ نو زموږ موخه د دوو شيانو ترمنځ تړاو ته اشاره ده.
هر تعريف چې وضع کوو، پکار ده، چې د کليدي اصطلاحاتو اړوندو پوښتنو ته يې ځواب ولرو.
زموږ بديع چې د حسن تعليل او مدعا المثل تعريف ته سمه ځير شوې نه ده، د دواړو ترمنځ يې په توپير کې کله ناکله تېروتنه کړې ده او بېلګې يې هم ترې ګډې وډې شوې دي. د مدعا المثل بېلګې يې په حسن تعليل کې هم راوړې دي.
زموږ بديع د مدعاالمثل په اړه وايي: شاعر چې په يوه مسره کې يو مطلب راوړي او په بله مسره کې يې د اثبات لپاره يوه بېلګه وړاندې کړي، مدعا المثل ورته وايي.
د دې تعريف کليدي کلمې مطلب، اثبات او بېلګه دي. له (مطلب) نه پخوا خلکو، د مقصد يا هدف مانا اخيسته. وروسته بيا د مضمون يا ليکنې لپاره هم وکارېد؛ خو اوس يې دواړه ماناوې نشته. اوس يې چې کارونګ کم شوى دى، خلک پرې ډېر نه پوهېږي؛ نو پر ځاى يې بلې کلمې ته اړتيا دى.
په تعريف کې د اثبات خبره شوې؛ خو تر اثباته ورته د استدلال کلمه دقيقه ده. د دې تعريف لويه نيمګړتيا دا ده، چې دا تعريف لوستونکي ته دا نه وايي، چې دا اثبات خيالي دى.
څرنګه چې منطق په علمي او هنري ويشل کېږي، داسې استدلال هم- چې پر منطق ولاړ دى- علمي او هنري وي. د هنري استدلال تر شا هنري منطق وي. علمي استدلال فکر ته مخاطب وي او هنري استدلال خيال ته. انسان دواړو ته اړ دى. ځينې خبرې چې په علمي استدلال د سړي عقل ته نه ښکته کېږي، په هنري استدلال زړه ته ښکته شي او زړه پرې اوبه وڅښي، تر څنګ ترې مخاطب خوند هم واخلي.
داسې نو: د مدعاالمثل موخه هنري يا په لږ احتياط شاعرانه استدلال دى او هغه صنعت ته وايي، چې له شاعر سره يوه مدعا/ادعا وي او د خپلې ادعا د اثبات لپاره هنري يا په لږ احتياط شاعرانه استدلال وکړي او په دې استدلال کې يوه بېلګه وړاندې کړي.
عموما علمي استدلال يا د علت و معلول يا د جز و کل په رابطه ولاړ وي او يا د بېلګو په وړاندې کولو. مطلب، دا چې موږ د خپلې خبرې د اثبات او استدلال لپاره ارقامو، بېلګو، پېښ، د خلکو خبرو او نقل ته هم اړ يو؛ خو هنري منطق چې واقعي علت نه لري، يواځې په بېلګو ولاړ دى.
مدعا المثل هم د حسن تعليل غوندې د خپلې ادعا او د بېلګې ترمنځ د خيالي اړيکې کشف دى.
په حسن تعليل کې موخه استدلال نه وي، تش يوه خيالي علت ته اشاره وي؛ خو په مدعا المثل کې څرګند استدلال موجود وي.
حسن تعليل علت ته ډېر پام کوي؛ خو مدعاالمثل د دال پر ځاى مدلول ته اهميت ورکوي او موخه يې د خپلې ادعا اثبات وي.
دا توپير د احسان الله درمل او استاد پسرلي په لاندې بيتونو کې ليداى شو:
درمل وايي:
هر څوک غواړي، چې يې اوښکې ستا د سپينې غاړې هار شي
خو درياب وکړ دا کار د مرغلرو په لباس کې
پسرلي صاحب وايي:
مه غواړه آبرو په عاليجاهو کې
پورته منزلونو ته نم نه خېژي
د درمل په شعر کې ښايي درياب سمبول وي؛ خو هغه زموږ له موضوع نه وتې خبره ده. زموږ د خبرې لپاره درياب همغه رښتينى درياب دى، چې بړاس ترې اوچتېږي او بيا يې د باران د اوښکو په څېر په سيپيو کې راوټولوي او د چا غاړې ته ترې هار جوړوي. دلته نو واقعيت او خيال مزج شي. په درياب کې د مرغلرو موجوديت واقعيت دى؛ خو دا پېښه، چې د چا سپينې غاړې ته درياب د مرغلرو هار جوړوي، خيالي علت دى.
د مرحوم پسرلي په بيت کې استدلال شوى، چې له شتمنو او لويانو عزت مه غواړه، ځکه چې د ځمکې نم پورته منزلونو ته نه خېژي. اوس دا استدلال فلسفي او بل علمي استعمال نه لري؛ خو بيا مو زړه ته پرېوځي، ځکه چې د نم او عزت او د عاليجاه او پورته منزلونو ترمنځ خيالي اړيکه محسوسوو او دا امکان زموږ د خيالي تجربو په ذخيره کې شته دى.
په ډېرو شعرونو کې مدعاالمثل نوى وي؛ خو جوړښت( وړاندې کولو لوښى/طرز) يې زوړ وي. د حمزه بابا شعر دى:
زړه ته جنازې د خپګان مه راوړه ارمانه
خلک هديرې له کوره لرې جوړوي
بل ځاى يې مدعا المثل نوى دى، خو طرز يې همدا دى:
مينه شوه ځوانه ساتم يې پټه
جل چې شي پېغله خوند په کاله کا
په لاندې بيت کې يې بيا د (دا روښانه حقيقت دى) غونډ په کارونه هڅه کړې، چې د مدعا المثل سکښت بدل کړي.
ستا د زلفو تصور مې د دنيا خيالونه ورک کړل
دا روښانه حقيقت دى، چې تياره شي مچان کېني
د خوشال په لاندې بيتونو کې د مدعا المثل بېلابېل طرزونه راغلي، چې موږ داسې نه احساسوو، چې ګنې د مدعاالمثل له تکراري طرز سره مخ يو:
توره چې تېرېږي، خو ګوزار لره که نه
زلفې چې ول ول شي؛ خو خپل يار لره که نه
زړه مې ستا په زلفو بند شو، تا کباب کړ
څوک شهباز هم د کباب لپاره نيسي؟
زړه مې ستا په زلفو بند شو، پرې خوشحال يم
لېوني تړلي ښه دي په زنځير کې
په لومړي بيت کې د مدعاالمثل دوده بڼه وينو. په دويم بيت کې (څوک) او (هم) او په درېيم بيت کې (ښه دي) غونډ نوې بڼه ورکړې. لوستونکى پکې د تکرار احساس نه کوي.
مدعاالمثل په دوه ډوله دى. يو هغه چې له بهرني واقعيت سره د توافق له مخې رامنځته کېږي، لکه د حمزه بابا او خوشال شعرونه. بل هغه دى،چې له بهرني واقعيت سره د تضاد له مخې رامنځته کېږي او د بهرني واقعيت ضد وي.
د واقعيت بډ مدعاالمثل ډېر خيال پاروونکى دى، خو زموږ په شاعرۍ کې يې بېلګې ډېرې نه پيدا کېږي.
له واقعيت سره سم مدعا المثل کې واقعيت د ادب لپاره کارېږي، خو تغير پکې نه راځي؛ خو د واقعيت مخالف مدعاالمثل د شاعرانه ادعا لپاره واقعيت هم لکه د سرو زرو غوندې ويلي کړي، واقعيت هم واړوي؛ خو لوستونکى دا نيوکه نه کوي، چې دا خو يې واقعيت اړولى دى.
له دې ښکاري، چې د صنعتونو د سکښت(د ارايې د طرز) تکرار هم که ارادي نه وي، نارادي خو لوستونکى تنګوي.