تاند- د افغانستان په وړاندې په پالیسۍ کې د بدلون د یوې نښې په توګه د پاکستان پوځ وايي چې سرتېري یې نن د افغانستان خاورې ته ۶۰۰ متره دننه شول او یو افغان عسکر یې، چې له «ترهګرو» سره په جګړه کې سختي ټپي شوی و، وژغوره.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر یا د عامه اړیکو ادارې وویل:«افغان چارواکو د خپل یوه سرتېري د وړلو او درملولو غوښتنه وکړه، پاکستاني ځواکونو فوراً د افغانانو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه، ټپي سرتېری یې د پاکستان لور ته راووړ او روغتون ته یې ورساوه.»
دا په تېرو ۱۴ کلونو کې لومړی ځل دی چې پاکستاني پوځیان یوه افغان سرتېري ته دا ډول مرسته ورکوي. تر دې پخوا پاکستاني پوځیانو یوازې طالبانو ته پناه او مرسته ورکوله.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی ځواکونو افغان سرتېری د افغانستان په ختیځ کې د باجوړ د قبایلي سیمې په پوله کې وژغوره.
افغان امنیتي چارواکو تراوسه پوري د پاکستان د پوځ د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.