سټیون سمیت

روح الامین نیازی –

د کریکټ نړیوالې شورا له خوا د آسټرلیا ځوان او تکړه لوبغاړی سمیت وروسته له مایکل کلارک څخه دوهم اسټرلیایي لوبغاړی شو چې په ټیسټ لوبو کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ.

 تر دې مخکې کلارک یوازینی اسټرالیایي لوبغاړی و چې په ۲۰۱۲ م کال کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی و.

اسټرلیا په ویسټ انډیز کې له ویسټ انډیز لوبډلې سره دوه لوبې وکړې چې دواړه د اسټرلیا لوبډلې وګتلې، سمیت مخکې لدې لوبو څخه په ټیسټ لوبو کې څلورم مقام درلود، خو په یادو لوبو کې یې یو ځل بیا خپله وړتیا څرګنده کړه او لمړی مقام یې ترلاسه کړ؛ سمیت په لمړۍ تیسټ لوبه کې ۳۰ منډې او په دوهمه ټسیټ لوبه اول اننګز کې یې ۱۹۹ او بیا په دوهم اننګز کې یې ۵۴ ناسوزیدلې منډې جوړې کړې چې په دوهمه لوبه کې یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

لدې مخکې د روان کال د جنوري له میاشت راهیسې سنګاکارا، له آې بي ډیویلز څخه دغه مقام ترلاسه کړی و، چې ډیویلز بیا دوهم مقام ترلاسه کړ.

د کریکټ نړیوالې شورا له خوا په نوې درجه بندۍ کې سمیت اول، سنګاکارا دوهم، ډیویلز دریم، هاشم محمد املا څلورم او د سریلانکا لوبډلمشر انجلا میتیوس بیا پنځم ځای کې قرار لري.

سمیت تر اوسه په ۲۸ ټیسټ لوبو کې د ۵۶.۲۳ په اوسط ۲۵۸۷ منډې کړې چې ۹ سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزې یې وهلي دي های سکور یا زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۹۹ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *