د جنت اجازه
یوه ورځ یوه سړي خوب لیده، چې دجنت د روازې ته رسېدلی، د جنت ساتونکي فرښتې ورته وايي، ته باید جنت ته د ننوتلو لپاره سل ښېګڼې ولرې، کوم ښه کارونه چې تا په دنیا کې کړي راته ووایه، چې تر څو یې امتیاز درکړم.
سړي وویل، ما مې له ښځې سره واده وکړ، ۵۰ کاله مې له هغه سره نيک رفتار وکړ او له هغې سره مې هېڅکله خیانت نه دی کړی.
فرښتې ورته وویل:
دا دې درې ښيګنې
سړي زیاته کړه:
ما ټول عمر الله تعالی ته په عبادت تیر کړی او نور مې هم ریښتنې لارې ته رابللي دي. فرښتې وویل:
دا هم یو ښیګڼه
سړي بیا وویل، په ښار کې مې یتیم خانه جوړه کړه او بې سرنویشته ماشومان مې راټول کړل او له هغوی سره مې مرسته وکړه.
فرښتې وویل، دا هم دوه ښیګڼې
سړي په داسې حال کې چې ژړل یې ویې ویل:
په دې حال کې چې زه هېڅکله نشم کولی جنت ته ننوځم خو که الله تعالی راباندې رحم وکړې.
فرښتې وخندل او وویل:
هو صرف د انسانانو ننوتل جنت ته د الله په رحم سره کیږي او مهرباني اوس په تاسو شوېده .
او تاسو ته دجنت ته دننوتلو اجازه درکړل شوه !
ژمنه
پادشاه د ژمې په یوه سړه شپه له ماڼۍ راووت، د بیرته ننوتلو په وخت یې یو بوډا سرتیری ولید، چې په عادې جامو کې یې یخې هواته پیره کوله.
له هغه یې وپوښتل، ایا یخني دې نه کیږي؟
بوډا ساتونکي وویل، ولې نه، ګرمې جامې نه لرم؛ نو مجبور یم چې په همدې جامو کې شپه تېره کړم.
پادشاه وویل …
زه اوس ماڼۍ ته ځم او ورته وایم، چې زما له ګرمو جامو یوه جوړه تاته راوړي.
ساتونکی ذوق ځپلی شو ، اود پادشاه یې مننه وکړه .
ماڼۍ ته له ننوتلو سره سم له پاچا نه خپله ژمنه هېره شوه
بل سهار د یخ وهلي بوډا جسد د ماڼۍ په حویلۍ کې پروت و، په داسې حال کې چي په نالوستي ځان یې په خط کې لیکلي وو:
ای پادشاه ما هره شپه په همدې جامو یخ زغملو، خو ستا د جامو ژمنې زه له پښو خلاص کړم.
یادونه: دغه دوې کیسې د ژباړن (( د مینې محکمه)) نومي کتاب کې خپرې شوې دي.