لسمه برخه –

په کوشنیوالي به جبران هم دلته انځورونه رغول او اوس د هم هغه انځورونو یې یو انځور په وړاندي غوړیدلی پروت وو ، دواړه یوه او بل سره په خبرو بوخت وو ، هغوﺉ دواړه دې ځنګل ته راتلل  هیڅوک ورباندي خبر نه وو ، ځنګل جبران ته خوندور ایسېدلو ، عقل د بندیځ او ځنګل د خپلواکۍ نوم دی ځنګل د خپلواکۍ د سمبول په توګه د جبران په ‌ذهن کي را وټوکیدلو .غلاظت او بد بوۍ خپل قیمت وصول کړ د بوسټن د سیمي ساوتهـ اینډ کي هیضه او وبا رنځونه ورځ دربله ډېریدولو ، جبران خو د بیروت پراخه فضا کي ساه اخستله لاکن په ساوتهـ انیډ کې ټبر د ناروغیو ځان د ژغورني په خاطر د یوه عمارت څخه بل عمارت ته کډه کېدل لاکن د فرار یې هیڅ لار نه لیدل کیدله ، د جولایي په میاشت کي خو کوټې د اور بټۍ به سوې ، په ډېرو کډو  یې حوصلې ستومانه سوي وې – یوه شپه یوې یو عجیبه ناروغي سلطانې ته ورپېښه سوه مغزی یې د دواړو خواو وپړسدلو ورځ دربله پړسېدلو ، عملیات یې اوس اړین وو  لاکن سلطانه دومره له توانه لویدلې وه چي ډاکټران یې د عملیاتو په حق کي نه وو قرار ، قرار له توانه لویدله اوس یې  دا پاړسوب ټول بدن وینولو بالاآخر پر بستره پریوته ، کامله رحمت او ماریانه د سټور په چلولو کي سخت زیار ګالللو بطروس هم ورسره مرسته کوله لاکن د سلطانې د ناروغتیا د خرڅونو لکبله نوبت تر پور غوښتلو را ورسیدو ، ټول ټبر د سلطانې د علاج او خدمت حق ادا کړو لاکن د مرګ ملایکي ټولو ته ماته ورکړه سلطانه په څوارلس کلنۍ کي د مرګ سره مل سوه ، جبران چي خپل سفر  تمام کړو کور ته چي راغلو د ګراني خور د مړیني یې پنځلس شپې کیدلې دا یو داسي ویر نه وو چي د جبران دي په آسانتیا سره هیر سي ، سلطانه پنځه کاله وړاندي جبران بیروت ته روانېدو مهال لیدلې وه او اوس به یې بیا کله هم ونه ویني ، جبران مور ته ور تر غاړه و وتلو تر ډېره یې ورسره وژړل ، د اتلي مور و توان او حوصلې ته ګوره جبران یې دلاسه کولو جبران رژ یدلو مور یې   را غونډولو  او ورته ګویانه سوه ( سلطانې ته ډېر لوی سړی لیده غوښتې د هغې روح به هله په قراره سي چي ته هر څه در شاه کړې د خپل سباوون په فکر سې تر اوسه خو ماریانه سته زه یم ستا مشر ورور دی ، موږ ټول لتا سره ملګري یو ):

 د ماتو زړونو لپاره د الفاظو تکیا لویه شتمني ده ، جبران قرار، قرار د سلطانې له ویره په را وتو وو لاکن په دا زیار یې شپږ میاشتي تیري کړې حواس یې پر ځای سو د ژوند چاري یې پیل کړې ، د نسواري ویښتانو شاعره جوزفین ورپیاد سوه چي د ښاغلي ډې انځورونو په نمایش کي  جبران ورسره لیدلي وو هغې به بیروت ته جبران لره لیکونه هم استول ، د پنځو کلونو په موده کي جوزفین زښت ترقي کړې وه ، هغې اوس پ ویلز کالج کي د انګلیسي ادب درس ورکولو او یو سنډې سیلون یې چلولو چي د بوسټن نوموړي مفکرین او هنرمندان به ورته راتلو ، د جوزفین د سیلون د خوشال او خوندور ډراهنګ روم د فضا او د ساوتهـ اینډ د چټلي او بدبویه زندګۍ تر منځ یو ګز واټن وو ، جوزفین د لوړي طبقې میرمن وه او جبران د کیږدۍ استوګن لاکن جبران په خپله پوهنه   باوري وو ، جبران د رخصتۍ په سهار ځان د جوزفین سیلون ته ورسولو د جوزفین زړه وړونکی ډراهنګ روم د مفکرو او شاعرانودا مهال  ډک وو ، د معمولي پوشاک لرلو لکبله ټولو خلکو جبران ته رډ ، رډ وکتلو لاکن جوزفین چې څه ډول په خوش التفاتي سره ښه راغلی وکړو اوس د چا لپاره د څه ویلو کوم جواز پاته نه وو جوزفین له جبرانه دومره اغیزمنه سوه چي را روانه اونۍ یې جبران بیا را وغوښتلو اوس جبران هره اونۍ د جوزفین محفل ته ورتلو ، تر جوزفین چاپیره نوموړي ډلي جبران هیڅ مرعوب نکړلو بلکې د خپلي خود اعتمادۍ او هنري صلاحیتونو لکبله جبران په دې ډله کي زیات مقبولیت وموندلو ، خود یې جوزفین دومره ورځني اغیزمنه وه چي خپل یوازیتوب یې جبران ته حواله کړو ، دې موده کي جبران پخپلو انځورونو کي همدا وړاندي کوله ، مینه ، لوږه او تسلي تر عنوان لاندي د جبران جوړ سوي انځورونه چي جوزفین ولیدل ډېر زیات یې خوښ سول ، نوره جوزفین له جبرانه یوه لمحه هم نه بیلېدله ، د جبران له حاله ناخبره محفلونو ، کنسرتونو  او د انځور ګرۍ په نمایشونو بې له ځانه سره ګرځولو ، د جبران کورنی حال دا وو چي مشر ورور بطروس یې په چټکتیا سره د مرګ خولې ته روان وو  ، قوي بدن یې د همیشنۍ تبي او ټوخي لکبله قرار، قرار اوس پر سولیدلو وو ، د سلطانې ویر تر اوسه زوړ نه وو چي د بطروس د مرګ غم کامله رحمت رنځوره کړه نوره خو داسي ایسېدله لکه د اولاد او د مور تر منځ مقابله روانه ده چي کوم یو د مخه پکي مري ، کله به بطروس په روغتون کي بستر وو او کله به کامله رحمت ، د سټور ټول مسولیت اوس ماریانې ته ور تر غاړه وو ، دا ډول حالات د جبران د کړولو او ځورولو لپاره بس وو ، لاکن جبران خپل غم کله هم د جوزفین په وړاندي څرګند نکړو جبران ډاریدلو که جوزفین ته څرګنده سوه چي ټوله کورنۍ یې په ناروغیو اخته ده جوزفین به یې له ځانه وشړي – جبران خپل بار پخپله پورته کولو عادي وو ، د جبران هنرمن طبیعت د جبران پریشاني نغښته ، د جبران دې بې خودۍ به جوزفین وخت ناوخته حتًما په شک کي واچوله لاکن جوزفین هم د جبران د خودارۍ په وړاندي مجبوره وه څه بې نه ویل:

نور بيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۸) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۰\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *