هیلري کلینټن ژوند لیک
د بدلون نوم وتي اوونيزي قدرمنو لوستونکو!
دا ځل د تېرو ژوند ليکنو څخه په استثناه د يوې سياسې رهبري هيلري کلينټن د ژوند په اړه معلومات درسره شريکوو، هيله ده چي د خوښۍ وړ مو وګرځي.
هيلري کلينټن د متحده ایالاتو تر ټولو پیاوړۍ سیاسي رهبره ده، نوموړې د یاد هیواد په کلیدي پوسټونو کښې کار کړی او ترڅنګ یې د خپل ګوند فعاله غړۍ هم پاته سوې.
هیلري کلینټن د میتودیست کورنۍ، د هګ یلسوارت رادهم او دورتي یما هاویل لور ده چې په کال ۱۹۴۷ اکتوبر په ۲۶ نیټه په متحده ایالاتو کې زیږیدلې. نوموړې د (میین سوت) ښوونځې څخه فارغه او د یاد هیواد د ممتازو شاګردانو په وروستي لیست کې شامله وه، واليدینو یې وغوښتل ترڅو نوموړي نوره هم تشویقه کړې او د جنډر اړوند تعصباتو څخه ازاده واوسې.
وروسته نوموړې په ۱۹۶۵م کال کې (ویلسلي کالج) پوهنتون کې شامله سوه، د سیاسي پوهې په برخه کې یې زده کړي شروع کړلې او د محصل توب په دوره کې یوه فعاله سیاسي محصله وه چې له امله د (ویلسلي ځوانو جمهوریت غوښتونکو) ریئسه سوه.
د نوموړې سیاسې مبارزې، محافظه کاره مفکورې او فعالیت د خلکو په زړونو کی ځای پیدا کړ، په ۱۹۶۸م کال کې نوموړې د (ویلسلی پوهنتون) دولتي ټولنې ریئسه وټاکل سوه او په دې پوسټ کې نوموړي د پوره احتیاط څخه کار واخیست او نور باور یې هم ترلاسه کړ.
بالاخره په ۱۹۶۹م کال کې د سیاسي پوهې (پولیټیکل ساینس) د برخې څخه فارغ سوه، وروسته نوموړې د متحده ایالاتو سناتور والټر مونډال سره د مهاجرینو فرعې کمیټي کې کار شروع کړ، وروسته کلفورنیا ایالت ته ولاړه او هلته یې د ماشومانو قضیو او نورو برخو کې کار وکړ.
په ۱۹۷۳م کال کې یې د (ایل پوهنتون) څخه دکتورا ترلاسه کړه او سمدستي د ماشوم پوهنه او درملو برخه کې په (ایل پوهنتون) کی یو کورس ولوست او د ماشومانو د دفاع مرستې د بنسټ کې دفتر څارنواله سوه.
پورته دندې او فعالیتونه ددې د شاګردۍ، محصلتوب او لومړي مبارزې وخت و دا چې وروسته نوموړې څه کارونه کړې، د لوستو لپاره راسره ملتیا وکړي.
هیلري رودهام کلینټن د نړۍ د پیاوړو او قوي ښځینه سیاسیونو څخه ګڼل کیږي، نوموړې په محافظه کاره کورنۍ کښې راپورته او جمهوریت غوښتونکو ملاتړ یې وکړ او ډیر ژر یې خپله سیاسي موخه واړوله چې د جنګ په وړاندې یې ږغ پورته کړ ورپسې د ډیموکراټیک ګوند قوي ملاتړې سوه.
نوموړې د ځوانۍ څخه په سیاست کې فعاله وه څنګه چې د (ایل پوهنتون) څخه فارغه سوه په حقوقي برخه کې یې پوره (۱۲) کال کار وکړ او د ډیرو دولتي او غیر دولتي ادارو په رهبرۍ کې یې کار وکړ. ددې خاوند بیل کلینټن چې کله د ارکانساس ایالت والي وټاکل سو نو دا د هغه ایالت لومړۍ میرمن وه اند تر (۱۲) کالو( ۱۹۷۹-۱۹۸۱، ۱۹۸۳-۱۹۹۲م) کاله پورې. د(۱۹۹۳-۲۰۰۱م) کاله پورې چې کله د نوموړې خاوند ولسمشر وو نو دا د امریکا متحده ایالاتو لومړۍ میرمن وه.
همدارنګه د (۲۰۰۱-۲۰۰۹م) کلونو پورې د نیویارک څخه د سناتوري په توګه د سنا غړۍ وه او د روغتیا په سکټور او پوهني نویو پالیسو برخه کې یې د مهمو نوښتونو مثالونه سته، په ۲۰۰۸م کال کې د ډیموکراټیک ګوند له لورې ولسمشرۍ ته کاندیده وه چې پاته سوه او بارک اوباما ځیني وګټل خو د دې د وړتیا څخه یې استفاده وکړه د متحده ایالاتو (۶۷) مه د بهرنیو چارو وزیره وټاکل سوه البته دا د یاد دولت (۶۷)مه وزیره وه چې تردې وړاندی (۶۶) نوري مېرمني هم د بهرنیو چارو وزیرانۍ تیره سوې.
ژوند لاره او کار:
په ۱۹۷۴م کال کې هیلري کلینټن د ارکانساس پوهنتون کې د جنایې حقوقو په برخه کې تدریس کاوه او کله چې ددې خاوند بیل کلینټن د ارکانساس ایالت لوی څارنوال مقرر سو نو دا هم یاد ایالت ته ولاړه. دې ته ورته نورو حقوقي او ماشومانو ساتني په برخه کې یې مهمو بستونو کې کار وکړ.
د نوموړې سیاسي او حقوقی وړتیا ددې لامل سوه چې د هغه وخت ولسمشر جیم کارتر دا د عدلي چوپړتیاوو د همکارۍ بورډ ریئسه وټاکل او پدې پوست کې تر ۱۹۸۰م کاله پورې پاته سوه، دا وتوانیدله چې د یاد سازمان تمویلي بودیجه دري برابره زیاته سوه یعني د ۹۰ میلیونو امریکایی ډالرو څخه ۳۰۰ میلیونو ته پورته سوه او کلینټن یوازینۍ ښځینه وه چې پدې مهم بست کې یې کار وکړ.
کله چې د دې خاوند د ارکانسانس ایالت والي وټاکل سو نو دا د هغه ایالت لومړۍ میرمن سوه اند تر دولس کلونو پورې، ددې مودې په جریان کې دا د کلیوالي روغتیا مشورتي کمیټی ریئسه وټاکل سوه، ددې کمیټې دنده غریب میشته ساحو کې د روغتیا اسانتیاوي برابرولي. وروسته دې د ارکانسانس ایالت د تعلیمي معیار د کمیټي کنټرول په لاس کې واخیست ترڅو د پوهني برخه معیاري او اصلاح کړي، نوي کریکلومونه او د ټولګیو اندازه یې ترتیب همدارنګه یې په ښوونکو باندي ازموینه جبري کړه تر څو د ښوونکو وړتیا معلومه کړې. دې ته ورته نورو برخو کې هم تر هغه وخته چې خاوند یې والي وو مهم کارونه يې وکړل.
په ۱۹۹۲م کال کې د هیلري کلینټن خاوند بیل کلینټن د جمهوریت غوښونکي ګوند لخوا ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید سو او دې د خپل خاوند په کمپاین کې خورا مهم رول درلود او دده بریا هم ددې ارزښتناکه عامل بلل کیده.
کله چې بیل کلینټن په ۱۹۹۳م کال کې ولسمشر سو نو دا د متحده ایالاتو لومړۍ میرمن سوه، د معمول په څیر یې د لومړنۍ مېرمني فعالیتونه په مخ وړل، یوازینۍ لومړې میرمن وه چې په دې وخت کې یې تر لیسانس لوړ نور تحصیلات وکړل او خپل دفتر یې په (ایسټ وینګ) کې فعاله کړ. دې په عامه پالیسیو جوړولو کې فعاله برخه اخیستله او ددې له امله عامه خلکو دا ادعا کول چې دا دوهمه ولسمشره ده او دې یوولس تنه لوړ رتبه او لسګونه کښته رتبه کسان ټاکلي وه.
لومړۍ مېرمني د ماشومانو ساتني، بشري حقوقو، ښځو روغتیا پالنې، امراضو مخنیوي پلانونه جوړولو او په مجموعو کې د روغتیا په برخه کې ډیرې لاسته راوړنې لري او مهم نوښتونه یې کړې. نوموړې میرمنې (۷۹) هیوادونو ته سفرونه کړې ترڅو د متحده ایالاتو روابط پیاوړي کړې چې په دې سره ددې د ډیپلوماسۍ مهارتونه قوي سول.
هیلري کلینټن سنا کې چوکۍ نیول لپاره مبارزه پیل کړه او په ډیرې لوړو رایو بریالې سوه، پدې سره نوموړې یوازینۍ میرمن وه چې په ملي دفتر کې يې ونډه واخستله او یوازینۍ ښځه وه چې د نیویارک څخه سنا ته ولاړه، دوهم ځل یې هم په دیرې اسانۍ سره ټاکنې وګټلې.
د خپلي سنارتورۍ په موده کې دې په افغانستان باندی د نظامي حملې قوی ملاتړ کوی، د اکتوبر ۱۱ پیښې لپاره یې په نیویارک کې نوي امنیتی تدابیر ونیول او د ویجاړ سوې سنټر بیاجوړولو لپاره یې بودیجه راټوله کړه. په ۲۰۰۷م کال کې نوموړې په غیر مستقیم ډول ولسمشرې ټاکنو کې ګډون لپاره راپورته سوه چې ددوي د ګوند څخه بارک اوباما وګټل او ټاکنو میدان ته راووت، هغه وو چې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه وټاکل سوه.
کله چې بهرنیو چارو وزیره وه نو بیا یې هم د ښځو حقوقو، بشري حقوقو لپاره خپل ږغ پورته کاوه، دا هغه د بهرنیو چارو وزیره وه چې تر ټولو ډیر سفرونه یې کړي او په ۲۰۱۳م کال کې یې د خپل پوسټ څخه لاس واخیست.
هیلري کلینټن د خپل کارې مودې په جریان کې خورا مهم افتخارونه، مډالونه او جایزی ترلاسه کړې. په حقوقی او ساسي برخه کې یې ستاینې ترلاسه کړي او د نړۍ مشهورو پوهنتونو څخه یې افتخاري ماسټرۍ او نور سندونه ترلاسه کړې.
ددې د شخصی ژوند په اړه به دومره ووایم چې نوموړي د بیل کلینټن سره واده کړې او یوه لور د چلسیا په نامه لري.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۸) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۰\ ۱۳۹۴