ایا اوس هم پر پښتون مېشتو سيمو دا نظریه حاکمه ده چې(مهم شیان په کتاب کې ساتئ، ځکه پښتانه په کتاب غرض نه کا) او کنه دې نظریې  تغير کړی حتا له سر یې څوک مني نه ؟

که څه هم اوس هم وینو چې  توده ډوډۍ، وریتې پولۍ او د لارې په سر برګر د ورځپاڼې او یا له کتاب څخه په پرې شویو پاڼو کې نغښتل کیږي.

استاد غضنفر د ټولنې او کلتور کتاب په یوه ليکنه کې چې د کتابونه تر عنوان لاندې ليکل شوې، ليکي(زمونږ په ټولنې کې به شايد داسې کور نه وي چې کتاب بې اهمیته وبولي مګر بیا هم د کتاب مينوال کم دي، دا ولې؟) د استاد کړي پوښتنې ځواب به دې ده له فکره وروسته ولولو.

پښتانه کتاب مهم ګڼي که نه؟ زه فکر کوم تر هرڅه یې مهم ګڼي، ځکه چې هر پښتون الهي مقدس کتاب قرانکريم په کور کې ساتي، که څه هم لوستلي یې نه شي، خو دوی عقيده لري چې یاد کتاب يې کورته خیرونه، برکتونه او ګڼ نور څه راوړي. دوی ټينک یقین ساتي چې د دې کتاب یوازې په کور ساتل هم اجر او ثواب لري.همده عقیده دوي هر کتاب ته په درنښت قائیلوي. دا درنښت د نورو کتابونو په پرتله ځکه ټکنی دی چې د دې ټولنې له لوستو وګړو نالوستي زیات دي. ما یې بې سوادي یاده کړه او استاد غضنفر يې د خپلې پوښتنې د ځواب په لړ کې لاندې عوامل یادوي .

۱- د ماشومانو لوییدل په بې کتابه کورونو کې .

۲- د ټولنې ځینې وګړي مو کتابونه د لوست پر ځای په کورونو کې د ډیکور لپاره ساتي .

۳- د وګړو خراب اقتصاد او غربت .

۴- ځینې کتابونه د خلکو تنده نه خړوبوي .

پوښتنه دا ده چې څنګه به د دې ټولنې هر وګړی کتاب لوستنه دخوراک ، څښاک ، خوب او حتا د سا غوندې حیاتي وګڼي ؟

 ۱- دې ټولنې باسواده کیدل .

۲- ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د ذوقي کتابونو د لوست سپارښتنه .

۳- په هر ځای او وخت کې له ځانه سره د کتاب ګرځول ، ساتل او لوستل ( په ځانګړي ډول وزګار وخت خو باید پرته له کتاب لوستنې تېر نه کړو ! )

۴- په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ښوونکو ټینګار د تدریسي کتابونو ترڅنګ په هراړخيزې مطالعې .

۵- د ګرځندویه او عامه کتابتونونو جوړول .

۶- کتاب لوستنې ته د هڅولو لپاره د ډلییزو او ټولنیزو رسنیو له لارې هر اړخیز کمپاین .

هغه چې کتابونه لولي ، ځينې یې له دې ستونزو سره مخ دي .

یوه یې هغه چې ځینې لوستوال د کتاب تر پای پورې د لوست حوصله نه لري ، ډیويډ ميچل (نیم لوستی کتاب د نیمې لارې ملګرتيا ګڼي )هغوی ته ازمایل شوې تجربه دا ده چې : دوی باید د خپلې خوښې او ذوق کتابونه په ځانګړي ډول دې د تخلیقي ادبیاتو کتابونه ولولي ، ځکه هغه ځان درباندې خپله لولي . د هرې پاڼې لوست دې بلې ته هڅوي او په ځان پسې دې راکاږي .

دویمه یې هغه ده چې د کتاب له لوستنې ښه او سم اخذ نه شي کولای . چاره یې دا ده چې : کتاب د ساعتیري لپاره مه لولئ ، کتاب ځانته درسره ناست مخاطب وګڼئ او ورسره بحث وکړئ ، ځینې ټکي یې ومنئ او ځینې يې رد کړئ ، هرې کلمې ، جملې ، پراګراف ، متن او فصل ته يې  انتقادي نظر وکړئ ، یو کتاب څو څو ځلې ولولئ او هڅه وکړئ ، زده کړي څه په ژوند کې عملي او وکاروي !

دکتاب لوستنې یوه بله په زړه پورې برخه یاداښت اخيستل دي .

هغه کتاب چې همدا اوس یې لولئ (همدا لیکنه هم ) د هرې پاڼې ياداښت یې د همدې پاڼې پر حاشيه ولیکئ . د کتاب ترپایه یې ډیر مهم ټکي ياداښت او په ورځیني ژوند کې دپلي کيدا هڅه وکړئ او په پای کې د کتاب ټول یاداښت ، ترې اخستی اخذ ، ښه او بد ټکي یې وليکئ . پر ټولنیزو او چاپي رسنیو کې همدا ياداښت خپور کړئ ، تر څو ترې نور مينوال ګټه واخلي !

ددې په تکل ، هیله او ارمان چې د سیسرو دې خبرې ته ددې ټولنې هر فرد د ډېر څه په نسبت په درنښت قائیل شي ! (بې کتابه کور لکه بې روحه جسد وي)

د ژوند حیاتي اړتیا مو کتاب لوستنه وګرځه !

محمد رفيق جنبش

خوست ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *