تاند- افغان امنیتي ځواکونو د هلمند د کجکي ولسوالۍ د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي چې په وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفانو لاندې کړي دي.
راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د کجکي د شمالي ولسوالۍ د برېښنا له بنده پرته نورې سیمې نیولي دي.
د طالبانو د پرمختګ له کبله دې ولسوالۍ ته لار بنده شوې او د سیمې اوسېدونکي د خوراکي موادو د نه رسېدو له کبله له کاختۍ سره مخامخ شوي دي.
د کجکي امنیه قومندان فیض الله اخوندزنشتشنهاده وايي چې امنیتي ځواکونه او وسله وال سختدریځي له څو ورځو راهیسي پر یو بل ډزې کوي او اوس ژمنه شوې چې سیمې ته اضافي ځواک ولېږل شي څو سیمه له یاغیانو پاکه کړي.
اخوندزاده ادعا کوي چې تراوسه پوري ۴۵ یاغیان وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.
د ده په وینا په دې نښتو کې یوازې درې افغان امنیتي ځواکونه ټپیان ش��ي دي. طالبانو په کجکي کې جګړه تایید کړه خو د سیمې د بېرته بایللو په اړه یې څه نه دي ویلي.
په داسي حال کې چې په کجکي کې ځیني شاهدان وايي چې امنیتي ځواکونه له یو شمېر پوستو څخه په شا تللي خو د دې ولسوالۍ امنیه قومندان وايي چې امنیتي ځواکونه په تهاجمي حالت کې دي او پر له پسې وړاندې تګ کوي.
ده زیاته کړه:«موږ جګړه تېزه کړې څو د طالبانو لاس ته لوېدلې سیمه بېرته پاکه کړو.»
وسله والو طالبانو د نړیوالو محاربو پوځیانو له وتلو وروسته سږ کال په بې ساري ډول جګړه تېزه کړې ده.