خبریال: بصيرالحق عادل – د پوهنتون مسؤلينو سره له دې چې د پوهنتون لپاره د ودانۍ او امکاناتو نه لرلو ستونزې يادې کړې خو په تېرو څو کلونو کې يې د پوره لاسته راوړلو يادونه وکړه.

دوی وويل، هڅه يې راپيل کړې چې د ياد پوهنتون زده کړييز چاپيريال معياري کړي ترڅو محصلين په سمه توګه وروزل شي.

۲۷۹ تنه د هلمند پوهنتون د ښوونې روزنې  او کرنې پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه فارغه شول، د فراغت د مراسمو په غونډه کې د هلمند پوهنتون رئيس انجينر سورګل عبدالرحمن وويل: سره له دې چې تر دې دمه د پوهنتون لپاره ودانۍ نه لري خو بيا يې هم هڅه کړې چې په پوره توګه محصلين وروزي.

نوموړي وويل، پوهنتون کې داسې استادان هم لري چې د ماسټرۍ په کچه يې زده کړې کړي او ډېری يې هېواد کې دننه او بهر په ماسټري کولو بوخت دي.

1د پوهنتون رئيس وويل: هڅه کوي چې پوهنتون د نړۍ د نورو پوهنتونونو په څېر معياري کړي او له نورو نړیوالو پوهنتونونو سره اړيکې ټينګې کړي.

د ولايت مقام د دفتر رئيس نقيب الله سکندري وويل: سره له دې چې د هلمند پوهنتون د ودانۍ جوړولو لپاره دولتي مسؤلينو ژمنې کړي خو تر اوسه نه دي ترسره شوي، نوموړي وويل: د ژمنو پر ځای بايد کار وشي.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې ولايت مقام به تر خپله وسه کوښښ وکړي ترڅو د مرکزي حکومت سره به په همغږۍ د پوهنتون ستونزې هوارې کړي.

د هلمند ولايتي شورا مشر حاجي محمد کريم اتل له پوهنتون سره د هر ډول مرستې سينه وډبوله او ويې ويل تر دې مخکې يې هم څو ځل د پوهنتون د ودانۍ او د نورو امکاناتو د نه شتون ستونزو يادونې کړي دي.

هغه د پوهنتون مسؤلينو ته ډاډ ورکړ چې هلمند ولايتي شورا به د دوی له پوهنتون سره هيڅ راز مرسته ونه درېغوي.

دغه راز غونډه کې د محصلينو د والدينو او محصلينو په استازيتوب هم خبرې وشوې، د پوهنتون د بېلابېلو ستونزو يادونه وشوه، د ښوونکو ننګه او مننه وشوه.

هلمند پوهنتون تر دې د مخه هم د بېلابېلو پوهنځيو درې دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي چې دا يې څلورمه دوره وه.

داسې مهال له ياد پوهنتون څخه ۲۷۹ تنه فارغيږي چې له ډېرو ژمنو سره سره د هلمند پوهنتون خپله ودانۍ نه لري او محصلين يې په ډېرو ستونزو او ناسم زده کړييز چاپيريال کې زده کړې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ