تاند- د افغانستان اجرايي رييس په هیواد کې د مېشتو بهرنیو پوځیانو له قومندان سره په کتنه کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به له دې وروسته د خپلو وسله والو مخالفانو مشران او قومندانان په نښه کوي.

د اجرايي ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم، عبدالله عبدالله نن له جنرال جان ایف کیمبل سره په کتنه کې وویل:«د مخالفانو د رهبرۍ په نښه کول د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره کومک کوي او دا چاره به په نور قوت دوام کوي.»

په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې د دولت د وسله والو مخالفانو مشران به، چې ویل کېږي اکثره په پاکستان کې دي، په څه ډول په نښه کېږي.

ښاغلي عبدالله د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پروسه هچټکه شوې او هڅې روانې دي چي دا سلسله نوره هم تېزه شي څو پر وخت او زمان د مخالفانو پلانونه شنډ شي.

اجرايي رئیس د بهرنیو سرتیرو له عمومي قومندان څخه وغوښتل چې د استخباراتي معلوماتو په شریکولو او د افغان هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره همکاري زیاته کړي.

د بهرنیو سرتیرو عمومي قومندان جنرال جان کیمبل وویل، دوی له افغان ځواکونو سره په ګډه د مشورې او روزنې په برخه کې ګڼ پروګرامونه پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه، افغان ځواکونو د تیرو اوونیو په اوږدو کي د مخالفانو حملو ته ښه ځواب ویلی او هممهاله یې په څو ولایتونو کې د مخالفانو پر ضد تصفیوي او محاربوي عملیات رهبري کړي دي.

نوموړي وویل، دوی له افغان ځواکونو سره کار کوي چي د ملي اردو هوايي ځواک نور هم فعاله او پر مخالفانو د حملو کولو جوګه شي.

ښاغلي کیمبل وویل چې د افغانستان هوايي قواوو ته به نوي محاربوي څرخکې رانیسي او همداراز اوسنۍ جنګي او لوژیستیکي څرخکې ترمیم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *