تاند- دیپلومات (The Diplomat) خپرونه وايي، افغان طالبان غواړي چې اسلامي دولت ډلې (داعش) ته دا په زغرده ووايي چې افغانستان یوازې د دوی لپاره کافي دی، نه د داعش لپاره.
دیپلومات په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی:«ولي طالبان غواړي چې داعش له افغانستانه لېري واوسي» لیکي؛ تېر دوبی څو میاشتې وروسته له دې چې په عراق کې موصل سقوط وکړ او داعش د بوه قوت په توګه ظهور وکړ، اوازې خپرې شوې چې دا ډله د ختیځ لور ته خپره شوې او افغانستان ته رسېدلې ده.
په افغانستان کې د دې ډلې فعالیت او حضور لا هم سم څرګند نه دی، خو طالبانو د دې ډلې اغېز احساس کړی دی.
روانه اوونۍ طالبانو د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته خبرداری ورکړ چې (په افغانستان کې) د امریکایانو او د هغوی د متحدانو پر ضد جهاد باید د یوه بیرغ او مشرتابه لاندې وي.
د افغانستان او پاکستان طالبان تر ډېره ملا عمر ته وفاداره دي.
داعش ته په خطاب کې د طالبانو د مرستیال مشر ملا اختر منصور په لیک کې همداراز ویل شوي:«ستاسو پرېکړه به، چې له لېري هیواده مو کړې ده د دې سبب شي چې د شام او عراق اسلامي دولت د دیني عالمانو او مجاهدینو ملاتړ له لاسه ورکړي او اسلامي امارت (طالبان) به د دې لپاره چې د خپلو بریاوو دفاع وکړي عکس العمل ته مجبوره شي.»
دې ډلې نه دي ویلي چې ولي دا لیک د دوی مرستیال لاسلیک کړی دی. د طالبانو د مشر ملا عمر په اړه له څه باندې یو کال راهیسي ویل کېږي چې ژوندی نه دی.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) د سږ کال په لومړیو کې اعلان وکړ چې افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او د ایران یوه برخه یې د خراسان په نوم د خلافت یو ولایت دی.
د پاکستاني طالبانو د شورا یو شمېر مهمو مشرانو د داعش د مشر بیعت اعلان کړ.
دیپلومات د افغان طالبانو اندېښنه بې ځایه نه بولي او وايي چې د طالبانو غړي د داعش لور ته اوړي او هغه کسان چې اوس یې تور بیرغونه پورته کړي اکثره هماغه کسان دي چې تر پرونه پوري یې ځانونه طالبان بلل.