او بيا بېټ نيکه وژړل

د سره لېوه له ګلپاڼي بد کېږي چي دغه نجلۍ زما د ازادۍ دښمنه ده چي ما و رمې ته نه پرېږدي چي يو يو څاروی يې وخورم او د مودو مودو زړخوږي ختمه کړم خو رمه وړه ګلپاڼه خپله اتله بولي چي د دې د کوچني وجود او لکړې له سوبه هم ژوندي يو او هم ازاد يو. بېګاه بېټ نيکه په خوب کښي ګلپاڼې ته راغی، خورا خوابدی او ستړی و، بلکه سترګي يې له اوښکو ډکې هم وې . اول يې په تندي ښکل کړه او بيا يې په ژړغوندي اواز کښي وويل چي زما بچۍ دا بدقسمتي ولي، هم مو خپلي ګلپاڼې ووژلې او هم مو سره لېوان په ځان را ايله کړل ، څه په نړۍ کښي هر بد بخت داسي کوي ؟

زموږ د کلي دروغزن تورک

ياره تر تورک قربان سم بلکه شاوخوا يې وګرځم . څه کلپ دروغ واي . بلکه دروغ داسي جوړوي چي ته به حېران سې او واې به چي دا د دروغو غړکه ده ، زغرد زغرد غوړ کوچي راباسي ، سړي له مړېدو ورته وتلي وي او بس هره خبره يې ناشوده وي . بابک واي چي د دروغزن سړي خپله خبره ګرسره نه وي په ياد ، خو د توري لنګوټې د تورک هره خبره په ياد وي . په دغه دروغو خو يې دنيا پيدا کړه او دا مهال په کلي کښي تر ټولو لويه کلا دده ده ، بلکه دا به ووايم چي زموږ د کلي هم دغه يوه کلا ده چي د غوړ ژبي دروغزن تورک جان ده ، بله نسته  . ما ښار نه وو ليدلي . يوه ورځ چي بابک راوستم ، نو دا څه يو مخ لوي لوي کلاوي پکښي ولاړي وي . زما له خلې دغسي ووته . ار ري بابکه دلته خو يوازي تورکان اوسي . درز يې سو . ماغزه مي پرله وګرځېدل ، په سترګو مي توره شپه سوه . دا د بابا څپلاخه وه چي په خشمناکه سرو سترګو يې راته ويل چي خبردار که دي بل واره داسي خبره کړي وه ، دلته خلګ څوک په داسي خبرو په ګولۍ وهي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *