خوست ولايت مقام
اعلاميه
نن ورځ دچنګاښ دمياشتې په ٣٠نېټه سهار مهال د٦بجو او ٣٠دقيقو پر وخت دخوست ولايت داسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ دللمۍ په سيمه کې دسپيرې ولسوالۍ دولسوال محمدعظيم جان خاکسار په کور داسلام ،ولس ،خاورې اوسولې ددښمنانو لخوا وسلوال بريد وشو،په دغه بريد کې دولسوال پنځه تنه ساتونکي او د ولسوال ورور خليل الرحمن چې اوس مهال ددومنده اوشمل ولسوالۍ ښاروال وو ،شهيدان شول ،په پېښه کې ولسوال ته زيان نه دى رسيدلى ،خوست ولايت مقام دغه وحشيانه ،ظالمانه او تروريستي بريد په سختو ټکو سره غندي.
داسلام ،ولس ،خاورې او سولې دښمنان په ډيره وحشيانه ،ظالمانه او ناځوان مردانه توګه ددې ولس او خاورې په اصلي بچيانو ،ساتونکو ،خدمتګارانو ،ديني علماوو او مخورو مشرانو باندې تروريستي بريدونه کوي دنورو په اشاره دشومو هدفونو دترلاسه کيدو لپاره افغان او مسلمان ولس دغم په ټغر کينوي اوپه ټولنه کې دوحشت او دهشت ويره خوروي.
مسلمانو ولسونو !دغه دوحشي او ظالمانه تروريستي بريدونو عاملين زمونږ دپرمختګ ،يووالي ،نيکمرغۍ ،اسلامي ورورولۍ ،سوله ييز ژوند او هوساينې څرګند دښمنان دي ،ټول بايد په اسلامي او ملي مسووليت سره لاسونه سره يو او دغه دکرکې ،نفرت او وحشت ځالي ونړو او هيڅ چاته ددې اجازه ورنه کړو چې زمونږ بې ګناه او مسلمان ولس دغم په ټغر کينوي.
داسلام ،ولس ،خاورې او سولې دښمنانو ته په خطاب کې وايم:
اې دهېواد دښمنانو او دټولو وحشيانه بريدونو اوکړنو عاملينو ! تاسې نه شئ کولى چې په دغه ډول بې غيرته عملونو او ناوړه کړنو سره دافغان مسلمان ولس او خدمتګارانو اراده کمزورې کړئ بلکې تاسې به نور هم شرمنده په دنيا او اخرت کې به په لويو عذابونو ګرفتار شئ ،تاسو له ټول بشريت سره دښمني کوئ ،تاسو داسلام دمقدس دين دټولو ارزښتونو او اصولو خلاف کړنې ترسره کوئ او تاسې ديوې وحشي ډلې په توګه تل دمسلمان امت دکمزورۍ او بدمرغۍ لپاره ملاتړ تړلې دي ،ستاسو ددې کړنو او عملونو پايله به په دنيا او اخرت کې ستاسې شرمندګي وي.
زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،سولې ولايتي کمېټې ،علماوو شورا ،امنيتي ارګانونو بلکې ټولو ولسونو په استازيتوب داسلام ،ولس ،خاورې او سولې ددښمنانه دغه ناوړه ،بشريت ضد او دټولو اسلامي اوبشري اصولو خلاف وحشي عمل په ټينګه غندم ،دلوى خداى پاک ج له سپېڅلي دربار څخه دپېښې عاملينو ته دسختې سزاء ،شهيدانو ته دفردوس جنت ،کورنيوته يې دجميل صبر غوښتنه کوم ،خپل دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب دسپيرې ولسوال ،کورنۍ ،دوستانو او ټولو خوست مېشتو ولسونو ته وړاندې کوم ،ټولو امنيتي ارګانونو ته دنده سپارم چې پېښه برسي او ژر ترژره يې عاملين ونيسي.
خوست والي
عبدالجبارنعيمي