تاند (جولای۱) له نن څخه ۹۹ کاله پخوا په دې ورځ، د ۱۹۱۶ع کال د جولای په لومړۍ نېټه د جرمني د امپراتورۍ پرضد په درېمه جبهه (Somme) کې د انګلیسي او فرانسوي ځواکونو ستره حمله پیل شوه. دا د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) ترټولو خونړۍ او سخته جګړه ګڼل کېږي.

فرانسویانو او انګرېزانو د دې حملې پلان د ۱۹۱۵ کال په دسمبر کې جوړ کړی وو.فرانسې او بریتانیا د البرت او شولن ترمنځ د جګړې په جبهو کې ډېر شمېرځواکونه ځای پرځای کړي ول.

د یوې اوونۍ په ترڅ کې بریتانوي او فرانسوي پوځیانود جرمني ځواکونوپرمورچوشپاړس لکه بمونه وغورځول .دوی فکر کاوه په دې ډول به د دښمن هرراز مقاومت ختم کړي.

خو جرمني ځواکونو چې له دوه کلن جنګه ډېره تجربه ترلاسه کړې وه ، له بمباریو ځان وساته. ډېر بریتانوي ځواکونه، چې لا یې جګړه نه وه تجربه کړې او فکر یې کاوه چې جرمنیان به وژل شوی وي، د جبهې په منځ کې ووژل شول.

1په دې ورځ شپېته زره بریتانوي عسکر ووژل شول. د جرمنیانو د تلفاتو شمېرشل زره وو.په درېمه جبهه کې جکړې د ۱۹۱۶ ع کال د نومبر ترمیاشتې دوام وکړاو د دې مودې په لړ کې د فرانسې او بریتانیا متحدو ځواکونو یوازې لس (۱۰) کیلومتره پرمختګ وکړای شو.

د درېمې جبهې جګړه ډېره ګرانه تمامه شوه .یوازې د ۱۹۱۶ له جولایه د نومبر تر شپاړسمې پورې څلورلکه بریتانوي پوځیان پکې مړه او ژوبل شول.د فرانسویانوتلفات دوه لکو ته رسېده خو د جرمنیانو تلفات څلورنیم لکه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *