خبریال: صادق ترایزی- د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د باريکاب په کلي کي د شنبې پر ورځ د وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې د وسله والو تر څنګ امینتي ځواکونو د يوې میرمنې په ګډون ۳ تنه وژلي او ۶ نور ټپیان دي.
ځايي اوسېدونکې وايي پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې وسلوالو د تورخم جلال اباد له لویې لارې یو کانټينر موټر د باریکاب سیمې ته راوګرځاوه.
د دوی په خبره افغان ځواکونه د دغه موټر د راخلاصولو لپاره عملیات پيل کړل چې نښته وشوه او په پایله کې یاده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
د سیمې یو تن اوسېدونکي اصف وويل چې د ملي اردو ځواکونو ملکي وګړي لاس په لاس په بې رحمانه ډول وژلي دي، ((ملي اردو يوه میرمن په داسې حال کې ووژله چې د کور دروازه یې بندوله او دوه تنه چې ځمکو ته د رومیانو ټولو لپاره روان وو د ملي اردو ځواکونو ویشتي دي.))
د باریکاب د سیمې یو تن مشر رحمت الله وایي چې دا لومړی ځل نه دی چې افغان ځواکونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، دی وايي داسې پيښې ډيرې کيږي (( ملي اردو ړندې مرمۍ وروي که د هر چا په کور ولګيده خو دا ځل ملي اردو چې هزارګان وو کلیوال په قصد ویشتلي دي ، ګڼ شمېر دوکانونه يې هم چور کړي او سودا يې له ځانه سره وړې ده.))
له بلې خوا په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند نعمان هاتفي دا نه مني چې ګوندي د ملي اردو ځواکونو دې عام خلک په نښه کړي او دوکانونه چور کړي وي.
نوموړی پړه په وسله والو طالبانو اچوي او ډیروي چې وسله وال د ولس له کورنو څخه د کمین کار اخلي او وخت نا وخت په دغسې پيښو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
د ده په خبره (( په دغه سیمه کې هره ورځ ملي اردو ځواکونه عملیات کوي چې ګڼو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده ، دوی وايي ملي اردو ځواکونه عملیات په ډیر احتیاط کوي او هڅه کوي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
نږدې یو نیم کال کېږي چې په دغه سیمه کې وسلوال تر سترګو کيږي چې اوس پوره واک ته رسیدلي دي، د دې سیمې اوسېدونکې یوازې د افغان ځواکونو ظلمونو ته سر نه ټيټوي بلکې د وسلوالو ورانکاري فعالیتونه هغه څه دي چې د یادې سمیې ګڼ خلک یې کډه کولو ته مجبور کړي دي.
د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي باوري دي چې په سیمه کې نا امني د دولت له خوا ده او پکې دولت لوی لاس لري، داسې رپوټونه هم شته چې په دغه سیمه کې وسله وال د بهرنیانو له لوري تمولیيږي او سلاح او مهمات ورکول کيږي، د دې سیمې اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوی دغه ستونزې ته دې د حل لاره پیدا کړي او که نه هلته به يو داسې بحران رامنځ ته شي چې کنترول به یې بیا د دولت له واکه هم وتلی وي.
دا ټول تبلیغات د طالبانو په وینا او د ملی ځواکونو د بدنامه ولو پخاطر کوی. همدا بټی کوټیان دی چې د ښځو مړونو (وزیریستانیانو او پنجابیانو) ته ځای او کورونه ورکوی چې په ملی ځواکونو حملی کوی او ملکیان زوروی. دا خلک ولی د ښځو مړونو ته نه وایي چې د پولی بلی غاړی پدی ټینګرونو او کنټرونو حملی نه کوی چې د کراچې نه تر ترخم په خیر راځي او دوی بی پدره او بی مادره پری دلته ډزی کوی. زه وایم چې څوک ګوری نو ولی دی چې دا بی ننګه خو خلاص شې.
ما ما رحمت الله بټي کوټی
وزیریستانیانو او پنجابیانو ته ځای او کورونه مه ورکوی