د بدلون اوونیزې ليډينګ سټوري اداره

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۹) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۷\ ۱۳۹۴

په پکتیا ولایت کې د ودان افغانستان ګوند ولایتي کمېټه د روان ۱۳۹۴ کال د جوزا پر ۲۲- مه د جمعې په ورځ سهار پر ۱۰ بجې پرانیستل شوه.

په پرانیستونې وینا کې د دغې کمېټې غړي شاعر، لیکوال او ژورنالست احسان الله مهجور د اپلاتون له انده ایډیاله ټولنه هغه وبلله چې افراد یې په منظمو ګروپو کې تنظیم شوي وي، زیاته یې کړه چې ګوندونه، مدني ټولنې او نور ورته سیسټمونه ټولنه د سمسمکي پر لور بیايي.

ښاغلي مهجور وویل، که څه هم چې ګوندونه په افغاني ټولنه کې ښه شالید نلري خو پرته له سیاسته هیواد ساتنه هم ناشونې ده، ده د امام غزالي (رح) د وینا پر بنسټ سیاست په رښتونې توګه د ټولنې خدمت وباله او ويې ویل چې دا هغه لارې- چارې دي چې بشري ټولنه پکې له هره اړخه آسوده و با وقاره وي او موږ د همدغسې یوه سیاسی نظام غوښتونکې یو.

نوموړي د یوې کړنلارې و تګلارې په لرلو سره د ودان افغانستان ګوند په سیاسي بهیر کې د حرکت پر ضرورت او د دغې غونډې پر اهمیت ځکه ټینګار وکړ چې کلونه پخوا زموږ مشرانو، پوهانو او د ټولنې خدمتګارانو د دغسې سیاسي فکر لپاره کار کړی او نن به موږ هم خپل دغه فکري چوکاټ ته، چې د افغانستان او افغان انسان لپاره ګټور دی، ملګري را بولو.

د پکتیا د ولایتې شورا منشي محمد رحمان قادري هم ګوندونه په نوره دنیا کې د ترقۍ سبب او افغانستان کې بې نتیجې وبلل خو د ودان افغانستان ګوند په فکري چوګاټ کې یې د افغانستان جوړونې لپاره د ځوانانو پر را یوځای کېدو خوښي وښوده.

نوموړي دا هم وویل چې اوس داسې ډلې و ګوندونه په دولتي واک و اداره کې دي چې هېڅډول ولسي محبوبیت نلري، په همدې خاطر یې د یوه ودان افغانستان پر طرف د تګ لپاره پر سالمه سیاسي مبارزه ټینګار وکړ.

د پکتیا امنیه قوماندان پاسوال زلمي اوریاخېل د ګوند د ساحوي دفتر په پرانیستغونډه کې ګډون ویاړ وباله او ویي ویل چې ورځ په ورځ به ګوندونه ځکه نتیجه ور کوي چې اوس د افغانانو د عامه شعور سطحه لوړه شوې ده.

نوموړي د ګوند نوم ډیر غوره وباله او هیله یې وښوده چې افغانستان د ودان افغانستان ګوند له برکته ودان شي، ژمنه یې وکړه چې دی او ټول پرسونل یې د زون په استازیتوب د قانون په چوکاټ کې د دغه حرکت په خدمت کې دي.

محترم قوماندان دا لویه خبره وبلله چې د دغه ګوند د ساحوي دفتر مشر یو ځوان (نصیراحمد غورځنګ) دی او هم یې د پکتیا ټولو ولسو ته د دغه دفتر پرانیستنې له امله مبارکې وویله.

لیکوال و مدني فعال ډاکتر عبدالهادي حماس د ویاړ وړ وبلله چې نن له غمیزو څخه د افغانستان د نجات لپاره په پکتیا کې ځوانان د یوې مفکورې په چوکاټ کې راټولیږي.

ده هم په افغانستان کې د ګوندو پر تېر کردار خواشیني وښوده خو د نیلسن منډیلا، مهاتما ګاندې او پاچاخان د عدم تشدد سترو او ګټورو سیاسي مبارزو ته په اشاره سره یې د ودان افغانستان ګوند ستاینه او د هر ډول مرستو، ملاتړ او اوږه پر اوږه کډې مبارزې ژمنه وکړه او هیله یې وښوده چې له دغه چینله به یو وخت په افغانستان کې د ستر تحول شاهدان واوسو.

په دغه ولایت کې د محصلینو د اتحادیې مشر او د ګوند د ولایتي کمېټې غړي حسیب مومند وویل چې د ګوند کړنلار د عدم تشدد مفکورې پر اساس جوړه ده، پر همدې اساس یې ورسره د همږغۍ او پر تعلیمي و تحصیلي هڅو ټینګار وکړ او هم یې ګوند ته د محصلینو په نمایندګي ډاډ ور کړ چې د وطن جوړونې په مبارزه کې به ورسره ملګري وي.

د ګوند سرپرست محمدیار یار د غونډې پر کیفیت خاصتاً د روښانو ښځو پر ګډون خوښي وښوده او هم یی د ګوند ټوله کړنلار و تګلار د الهي کلام د (والعصر) سورې د تفسیر په رڼا کې تشریح کړه، نوموړي د کړنلارې دې فقرې ته اشاره وکړه چې ودان افغانستان ګوند د دي حقیقت پر بنسټ چي افغانستان یو اسلامی هيواد دی په خپل فکري تګلوري، پرېکړو او عمل کي د اسلام د مبارک دين احترام کوي، ده د ګوند ټوله مفکوره د والعصر سورې په چوکاټ کي را ټوله وبلله او ويی ويل چي په دغه مبارکه سوره کي الله(ج) پنځو شیانو( وخت، ایمان، نيک او صالح عمل، حق او صبر) ته اشاره کړې چي که چا دغه پنځه ټکي په پام کي ونيول نو له خسران و تاوانه خلاص دی او د ګوند بنسټ پر همدغو پنځو نقطو ولاړ دی.

ده همدارنګه د پکتيا تاریخی اهمیت وعظمت ته په اشاره سره په دغه سيمه کي د ګوندي فعاليت پر بریاليتوب ډاډ وښود او دا یی هم وویل، تر هغو چی سره پاشلي یو نو وطن او هر څه به مو له لاسه وتلي وي.

د ګوند د مرکزي کمېټي غړي څېړندوی عبدالغفورلېوال په پکتيا کي په يوه سیاسي مجلس کي د دغومره خويندو راټولېدل دټول افغانستان لپاره زيری وباله او هم یی په دغه سيمه کي د ۲۳۰۰ کاله پخوا پر انجمني سياست ژور تاریخي- تحلیلي بحث وکړ د هیرودت په حواله یی وویل چی د پکتویس اوپختيانو په سیمه کې سیاست انجمني دی لکه په یونان او روم کې، لېوال صاحب ټینګار وکړ چې دا کټ- مټ همدغه د جرګوـ مرکوسیسټم دی، ده زياته کړه چی د اوسنیو ګوندونو کټ ـ مټ بومي او دوديز شکلونه په تاريخ کي په دغه سیمه کې رامنځته شويٍ او دا هغه مؤسسې دي چې سیاسیونو ته یې لیدلوری ور کاوه، نوموړي وویل، «شاید د همدې لپاره وي چي د افغانستان په معاصر تاريخ کې یوه هغه سيمه چې معمولاً د ولس اراده به یې پر مرکز تمثيلېدله او د افغانستان په تاريخ کي یې تاثير درلود هغه دغه سيمه وه، په نورو سیمو کي به شخصيتونه مطرح وو اما په دې ځای کې ولسونه مطرح وو، دا تصادف نه دی چې اعلیحضرت نادرشا د افغانستان د نجات لپاره دې سيمې ته مراجعه وکړه، دا د هغه د ټولنپوهنيزي او افغاني جامعه شناسۍ نتيجه وه چې هغه او د هغه سړي ورته رسېدلی وو هر هغه ځای چې سياست د ولسونو منځ ته تلای شي هلته سياست تلپاته او بريالی کېدای شي.»

استاد لېوال باور وښود چي ودان افغانستان ګوند به ډير بريالی، نېکمرغ او بختور وي که په دغه لویه متحرکه حوزه کي د خپل تاريخي رسالت پر بنسټ د بدلون کار پیل کړي.

نوموړي ټيټ شعور یوه ملي بدمرغي وبلله، د اصلاحاتو لپاره یې پر خپلو نيمګرتياوو د اعتراف لپاره ټينګار وکړ او ویې ويل چي د ودان افغانستان ګوند تيوري، بنسټ او فلسفي وجودي منطق پر اصلاحاتو ولاړ دی، ده وویل

چي شعور، عالي فرهنګ او مدنيت هغه وخت رامنځته کيږي چي عامه وملي ملکیت داسي وساتو لکه خپل واسکټ چي ساتو او زياته یی کړه چې د ودان افغانستان فکری بنياد د همدغه شعور رامنځته کول دي او د سرتاسري اقتصاد تيوري پرهمدغه بنسټ ولاړه ده.

نوموړي دا هم وویل چې دلته د ګوند بدنامي او بدمرغې په دې کې ده چې ګوند سم تعریف شوی نه دی او موږ خپل مشکلات په فردي نه بلکې په ګډه اوسنجول شوو هڅو حلولای شو، ده په ګوند کې هغه ټولي لارې بندې وبللې چې یو فرد به پکې نېکمرغه کیږي نور به ګوند و وطن په بد حال کې وي او دغه یې له نورو سره د خپل ګوند امتیاز اوتوپیر وښود.

ده په اخیر کې د پکتیا سیمه یوه متحرکه حوزه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ چې دغه تحرک به افغانستان یوه مثبت لوري ته بیايي.

وروسته د ازادو پوښتنو و جوابو برخه پیل شوه او ګډونوالو له استاد لېوال او ډاکتر احسان الله درمل څخه د ګوند و سیاست په شاوخوا کې پوښتنې وکړې او د هغوی لپاره جوابونه د ګډونوالو د زیاتې علاقې، مننې او قناعت وړ وګرځېدل.

تر غرمې وروسته په پکتیا کې د ګوند د ولایتي کمېټې دفتر د استاد عبدالغفورلېوال، اسدالله دانش او محمدیار یار له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل شو.

په دغه غونډه کې له کابله د (و.ا.ګ) د مرکزي کمېټې ۱۳- کسیزپلاوي (څېړندوی عبدالغفور لېوال، اسدالله دانش، محمدیار یار، حکمت الله سروش، ډاکتر احسان الله درمل، قاري حاجي محمد عمرخېل، ګل بلوچ، عصمت الله بهیر، غنی حسن، سلیم ودان، حفیظ الله ریحان او عرفان الله احمدزي) تر څنګ د دغې حوزې او نورو سیمو استازو و اوسېدونکو ګډون کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *