تاند- د اتریش د هوايي شرکت د الوتکې کارکوونکو یا عملې د یوې افغان ښځې، چې پولیسو غوښتل له دې هیواده یې په زوره وباسي، له وړلو ډډه وکړه.

د اتریش د انګلیسي ژبې ویبپاڼې (دي لوکل) د راپور له مخې پولیسو لیلا نومې افغانه په موټر کې هوايي ډګر ته ورسوله څو د اتریش د هوايي شرکت په الوتکه کې یې د دبلین د مقررې له مخې هغه هیواد ته ولېږي چې دا ورڅخه راغلې ده خو د هوايي شرکت عملې په الوتکه کې د لیلا له سپرولو انکار وکړ.

ټاکل شوې وه چې لیلا بلغاریا ته دیپورټ (ولېږل) شي.

۳۶ کلنه لیلا، چې د ترجمانې په توګه کار کوي، وايي چې په بلغاریا کې ورسره بد چلند شوی او ځورول شوې ده چې په نتیجه کې یې اوس رواني ستونزې لري.

وروسته له دې چې د چهارشنبې په ورځ د اتریش د هوايي شرکت پېلوټ په الوتکه کې د لیلا له سپرولو انکار وکړ، هغه د پولیسو د توقیف مرکز ته لاړه خو پولیسو لږ وروسته خوشي کړه. پولیسو له اتریش څخه د لیلا د لېږلو لپاره بله نېټه نه ده اعلان کړې.

په اتریش کې د لیلا د پاتې کېدو پلویان وايي چې دا په بلغاریا کې بده خاطره لري، باید پرېښودل شي چې په اتریش کې واوسي.

لیلا په ۲۰۱۳ میلادي کال بلغاریا ته لاړه او وروسته له دغه هیواده اتریش ته ولېږدېده.

د ډبلین له مقررې سره سم، مهاجر باید په هغه هیواد کې ومنل شي چې لومړی ورغلی دی.

د اتریش هوايي شرکت د لیلا د قضیې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه. د اتریش د هوايي شرکت کارکوونکو ته قانون دا حق ورکړی چې د هغه چا له دیپورت کولو ډډه وکړي چې د دوی په باور ژوند ته یې خطر پېښېدای شي.

په همدې حال کې د اتریش د بشري حقونو ملاتړو د لیلا د نه دیپورت کېدو غوښتنه وکړه.

د لیلا پر قضیې د چهارشنبې په ورځ د اتریش په ملي جرګه کې بحث وشو. د نیوس (NEOS) ګوند د کورنیو چارو وزیر پر غیرقانوني کړنو تورن کړ.

له بلې خوا د اتریش د هوايي شرکت انکار له لیلا سره مرسته وکړه چې په دغه هیواد کې یې شپږ میاشتې پوره شي. د اتریش له قوانینو سره سم، د چا چې شپږ میاشتې پوره شي، پولیس یې نور ایستلی نه شي.

One thought on “د اتریش د هوايي شرکت کارکوونکو د یوې افغانې له دیپورت کولو انکار وکړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *