دشلمې پېړۍ دپیل په لسیزو کې له پرمختللې نړۍ سره دتماس زیاتېدو او هېواد ته دنویو نظریاتو په رارسېدلو سره دافغاني ادبیاتو دماهیت، پېژاند او تیورۍ په اړه نوي بحثونه پیل شول. دابحثونه لاهغه برید ته نه ورسېدلي، چې له فکري پلوه نومهالیو افغاني ادبیاتو ته لیدلوری او دپرمختیا، پراختیا او پرمختګ استقامت ورکړي،چې کیڼ او ښي بدلونونه پرې راپېښ شول. دیوې مودې لپاره دوچو ریالیستیکو ادبیاتو شعارونه راپورته شول، چې ټول هنراوادبیات یې دیوې سیاسي مفکورې پښتو ته ورغورځول او په دوهم ګام کې هرڅه دوینو او ټوپکونو په تالاو کې ورک شول. دجګړو او سولې غوښتنې چیغو او ساندو دادبیاتو اصیل ماهیت په ګردونو کې پټ کړ. دادتاریخي پېښو، سیاسي بدلونونو او جګړو ناخوالې وې، چې دتېرې پېړۍ دپیل دلسیزو روښانتیايي بحثونه یې نه یوازې په ټپه ودرول، بلکې په یوې بلې لارې یې ورسیخ کړل، داسې لاره چې نومهالي ادبیات یې دکعبې پرځای تورکستان ته رسول. بېرته ګرځم هماغو بحثونو ته، چې دسیاستلوبو له امله درېدلي وو. نه ! راځئ ټول بېرته هماغو بحثونو ته وروګرځو، ترهغو چې هماغلته دادبیاتو په اړه دموډرنو بحثونو پرې شوې لړۍ بېرته پیوند نه کړو، دې پوښتنې ته ځواب نه شو موندلای، چې زموږ ملي ادبیات باید پرکومه نوې لاره دپرمختګ پوړیو ته ورهسک شي؟ ګومان کوم دادبیاتودماهیت او په دې اړه دموډرنو نظریاتو لړۍ په هاغه ځای کې پرې شوې وه چې ادبیات باید ژمن ( متعهد، التزامي) وي، که نه ادبیات له التزامه خلاص دی؟ دالړۍ هاغلته پرې شوې وه، چې څنګه له نګه تخلیقي او هنري ادبیاتو څخه دژبې دتاریخ ، دادبیاتو دتاریخ، کره کتنې، ادبي تیورۍ، فولکلور، فلسفې او نورو بحثونو پولې بېلولای شو؟ دابحثونه دې ځای ته رسېدلي وو، چې ورو ورو دهنري ادبیاتو قلمرو پېژندل کېده، خوانقلابونو او جګړو هر څه
ګډوډ کړل او یوځل بیا یې موږ دادبیاتوپه نامه یوې داسې سلاتې ته کینولو، چې هرڅه په کې پیداکېدل. داسې
زمانې ته راورسېدلو، چې وچو سیاسي خاطره لیکنو ته هم دادبیاتو نوم ورکول کېده او بې مانا یونلیکونه هم په ادبیاتو کې شمارل کېدل. ان دپوځي څېرو تذکره لیکنه او جګړو ته هڅوونکې موعظې هم ادبیات ګڼل کېدې.کوم ظلم اوکومه ناروانه وه چې له ادبیاتو سره ونه شوه.
ترکړکېچ وړاندې زموږ یوشمېر استادان او څېړونکي، چې له نویو او موډرنو نظریاتو سره اشناوو، ورو ورو یې دې ته لاره هواره کړه، چې وپوهیږو : دا ادبپوهنه، یاادبیات پوهنه ( علم الادبیات ) دي چې په درېیو برخو ( ادب تاریخ ، ادب تیوري او ادبي کره کتنه ) باندې ویشل کیږي، نه ادبیات . ځکه ادبیات دهنري تخلیق دبېلابېلو ځېلونو ( ژانرونو) هغه مجموعه ده، چې په یوه ژبه کې رامنځته کیږي. دشاعر او ادیب پېژاند ترڅېړونکي، ادبپوه، کره کتونکي، ادب تاریخ پېژندونکي او نورو همدلته بېلیږي. خو دایوازینی ویش نه دی، دهر ډول مضمون لیکنې، ژورنالیزم او دټولنیزو علومو دنورو لیکوالو حساب هم ترشاعر او دهنري ادبیاتو ترپنځونکیو بېل دی. دشاعر او ادیب کار له خیال، تخیل او تخییل سره دی. له شهودي پانګې سره، چې دنوې ارواپوهنې له نظریاتو سره سم په وګړنۍ او ټولیز لاشعور کې سرچینه لري، له هغه فکر سره چې دارایيې شېوه یې له استیتیک ( Aesthetics ) ذوق سره اړخ ولګولای شي او ترټولو مهمه داچې په یوه ډېره ځانګړې، فاخِره او ښکلې ژبه وړاندې شي. دادبیاتو ځانګړنه هنر او دهنر ځانګړنه ښکلاییز ارزښت دی. دادبیاتو موخه مجرد عقل او پرتجربو ولاړ تفکر نه دی، ادبیات له عاطفې او اروايي انګېزو سره کار لري. داهغه ځواک دی، چې مجرد عقل استخداموي او له فلسفي پلوه دانسان اړیکي له ځان سره، له بل ( وګړي ـ فرد) سره او له طبیعت سره ټاکي . انساني عواطف او رواني بدلونونه دي، چې دعقل د( څه ډول ) کارونې او ګټې اخیستنې پرېکړه کوي. ادبیاتو ته باید له همدې لیدلوري وګورو.
چې بېرته ترکړکېچ وړاندې زمانې ته وروګرځو، نو زموږ بحث دې ته رسېدلی و، چې ادبیات ټولنیزه ژمنتیا مني که نه ؟ ما یو مهال دخپل یوه کتاب پرلومړۍ پاڼه کښلي وو: هنر دهنر لپاره ؟ که هنر دژوندلپاره ؟ نه ، بلکې هنر او ژوند دانسان لپاره!
زه همدااوس هم همداسې فکر کوم. په ادبیاتو او هنر کې انسانمحوره تفکر باید راستون شي. په لویدیځ کې څو لسیزې وړاندې شعر له ادبیاتو څخه ووت او دنګه هنر په ځېلونو کې وشمارل شو، لکه موسیقي، تیاتر، انځورګري او سینما. دادبیاتو نورځېلونه، کیسه ، ناول ، نندارلیک، طنز او نور دټولنیزې ژمنتیا دپولې په مرسته له شعر څخه ځان بېلوي. ادبیات دهنر او ښکلاپنځونې په مرسته دانساني غوښتنو، ایډیالونو، ارمانونو او رواني تمایلاتو تمثیل کوي، داهڅه دبشري ژوند دشرایطو دښه والي لپاره یوه معنوي هڅه ده او داهماغه ژمنتیا ده، چې ادبیات یې لري. شعر او نور هنرونه په لاشعوري بڼه دانسان په رواني نړۍ کې ښکلا، مینه اوځپل شوې عاطفي جاذبې راپېژني، شعر او هنرونه دښکلاخوښوونې غریزه خړوبوي او ادبیات دانسان ټولنیز ارزښت تمثیلوي. شعر دنڅا په څېر دانسان تخیلي او غیر عادي تجسم دی، دانسان جسم په عادي خوځښت کې خپلې ښکلاوې زموږ له سترګوڅخه پټوي په بله ژبه دانساني جسم له عادي خوځښت سره موږ عادي شوي یو، خو دنڅا پرمهال چې دانسان جسم له کوم ټاکلي قراردادي هدف پرته په خوځښت راشي، غرض ورڅخه یوازې او یوازې دیوې هارمونیکې ښکلا تولید دی، شعر همداسې دی، خو دادبیاتو ځېلونه دیوه ټاکلي هدف په لور دانسان پر لارتلل دي. دلته هم هدف ښکلاده، خو ددې هدف په خوا ورتلل ژمنتیا لري، حال داچې په شعر کې هدف پخپله شعر دی، نه کوم بل څه . ګلاب هم ښکلی دی هم ګټور، دښکلي ګلاب ځوښا دسترګو لپاره ګټوره ده. خو په شعر کې دګلاب (ګټه) هېڅ ارزښت نه لري، په شعر کې ګلاب یوازې ښکلی دی اوهمدغه ښکلا یې هدف هم دی. ګلاب که ښکلی نه وي، که هرڅومره ګټور هم وي ګلاب یې نه شو ګڼلای . ادبیات ژمنتیا مني، خو ژمنتیا یې سیاسي، اقتصادي ، تربیتي، اخلاقي او نصیحتي نه ده، بلکې انساني ده. انسان څه دی؟ ولې دی؟ څه غواړي؟ څه وايي؟ څه نه وايي ؟ او ولې یې نه وايي؟ دافلسفي پوښتنې دي، خو که دهنر په مرسته یې دځواب موندلو هڅه وکړو، نو ادبیات مو پنځولي دي . که دانساني لوړو ارزښتونو دروزلو اصل او دمعنویت دژوندي ساتلو هڅه په پام کې ولرو، نو دادبیاتو رسالت ډېر ستر او مهم دی. هنر او ادبیات د( انسان ) له هغو ځانګړنو سره کار لري، چې انسان له یوه یوازې بشپړ مادي ارګانیزم څخه ممتاز کوي، دانسان او خودکار وسپنیز ماشین توپیر یوازې دا نه دی، چې انسان غوښه لري، په وجود کې یې وینه بهیږي او له سترګو څخه یې اوښکې راتللای شي، ادبیات یې رازده کوي، چې دانسان غوښه خوږیږي، وینه تویول ناانساني کار دی او هغه سترګې چې اوښکې بهولای شي، ترټولو ښکلې سترګې دي. ادبیات تر خوځنده موجوداتو دانسان امتیاز راپېژني او راته وايي، چې ولې داموجود اشرف المخلوقات دی؟ یا ولې باید اشرف المخلوقات وي؟عاطفه ، احساس او مینه یې سترې ځانګړنې دي، چې په نورو ژوندیو یا خوځنده موجوداتو کې نه شته.
پردې مقیاس راځئ افغاني ادبیات وارزوو.
څه باندې څلویښت کاله کیږي، چې په افغانستان کې عاطفه مړه شوې ده، ورکه شوې ده، کومې نامالومې خواته یې کډه کړې ده. ددې هېواد انسان بل انسان وژني، خو ادبیات نه شته چې لاس یې ونیسي، ادبیات نه شي کړای ددې هېواد په انسان کې عواطف راژوندي کړي، پرمقتول دقاتل له سترګو اوښکه رابهوي او دظالم ډبرین زړه رانرم کړي، نو پایله اخلو چې زموږ ادبیات ناکام دي،کمزوري دي او یا نه شته . زما داخبرې هېڅکله ددې مانا نه لري، چې موږ دې په ادبیاتو کې شعارونو او ساندو ته مخه کړو، پرمړیو دې وژاړو ، وژونکیو او ظالمانو ته یې ښکنځلې او ښېراوې وکړو او دمظلوم او مقتول لپاره دې سلګۍ ووهو ، داکارونه مو ډېر وکړل. څلویښت کاله کیږي، چې په ادبیاتو کې شعار ورکوو، ژاړو او سوله سوله نارې وهو. دجګړې پرضد مو ترټولو ډیرې کرښې تورې کړې دي، خو جګړه مار لا لګیادی سرونه ریبي. داولې؟ کوم ځای مو دهنر اوادبیاتو پښه ګوډه ده.
ادبیات باید هغه باورونه بدل کړای شي، چې پربنسټ یې موږ بل انسان ( هغه هم خپل هېوادوال افغان ) وژنو. کومې رواني انګیزې دانسان مرګ او ځور دومره اسانه کړی دی؟ زموږ په جمعي روان کې کوم ځای وران دی، دهنر او ادبیاتو په مرسته یې باید بېرته ترمیم کړو. زموږ دزمانې اصلي پوښتنه همدا ده، چې څنګه کړای شو له انسانیت څخه لرې شوی بنیادم بېرته دانسانیت مقام ته ورلوړ کړو.
زموږ تفکر باید انسانمحوره وي. دوچ او شعاري هیومانیزم توپیر له عقلاني هیومانیزم سره دادی، چې دادوهم یې دانساني ستونزو په حللارو پسې راوځي.
هغه مهال چې په اروپاکې دارواپوهنې له نظره دادبي اثارو ارزول پيل شول، دادبیاتو اغېز هم وپېژندل شو. موږ ګورو چې د( لاډېرې ګټې ) په لټه کې دمارکیټ پراخلاقو سنبال انسان ورو ورو له هغو ټولنیزو قراردادونو څخه لرې کیږي، چې دانسانیت تاداو بلل کیږي. له سیاست څخه اخلاقو کډه کړې ده. دګټو په خاطر سیاستونه له عاطفې څخه تش شوي دي . اروپایانو په منځنیو پېړیو کې ـ چې دوی تیاره دوره بلله ـ ویل، دانسانمحوره تفکر ځای کلیسا او کشیشانو نیولی دی، ځکه خو ( انسان ) ځوریږي. درنسانس لویه دعوه داوه، چې موږ بېرته ( انسان ) دهنر، تفکر او تعقل مرکز ته راستون کړ. دانسان دژوند دشرایطو دښه والي لپاره علمي هڅې پیل شوې او هنرو ادبیاتو وده وکړه. مګر دصنعتي نړۍ چټکې ودې دمسیحي عقیدې ځای تولید، دګټې پرسرنویو سیالیو او دښکېلاک وزبېښاک نویو هڅو ته پرېښود. انسان بېرته هېر شو او هیومانیزم داقتصادي ځواکونو د لویوګټوقرباني شو. ددې ټولو په وړاندې ریښتیني هنر او ادبیاتو یو انساني پاڅون پیل کړ او لایې هم (انسان ) دټولو معنوي هڅو په محراق کې وساته.
پر سیاسي قدرت سیالي، دتورو ګټو ترلاسه کول او دعقیدوي توپیرونو پرسر دسلګونو زرو افغانانو وینې وبهېدې او لاهم بهیږي. زموږ دافغاني ادبیاتو ستر رسالت دادی، چې عاطفه، اخلاق او معنوي ارزښتونه له بشپړ ورکاوي او هېریدو څخه وژغوري.
هنرښکلا هستوي، ښکلا عواطف له خیرو څخه توږي . انسان ته دابېرته ورپه یادوي، چې دی اشرف المخلوقات دی او اشرف المخلوقات بل اشرف المخلوقات نه وژني.
که موږ دهنر او ادبیاتو په مرسته افغان انسان بېرته دپاملرنې محراق ته راستون کړای شو، په حقیقت کې به مو افغاني رنسانس ته لاره هواره کړې وي او په دې توګه به مو نه یوازې د ادبیاتو او هنر رسالت پرځای کړی وي، چې لا پخپله افغاني ادبیات به مو هم په نړیوال کچ ځلولي وي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۹) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۷\ ۱۳۹۴