ولسمشر غني په بدخشان کې

جمعه ۲۹ جوزا ۱۳۹۴ (19 June 2015)

  • ولسمشر غني د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د امنیتي ځواکونو د ټپیانو د احوال پوښتنه وکړه

د جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا د ناروغانو د روغتیایي حالت د څرنګوالي د پوښتنې په جریان کې د ملي دفاع وزارت د صحیې قوماندان پوهندوی ډاکټر عبدالرزاق سیاووش په بېلابېلو برخو د هغې له جملې څخه د تشکیلاتو او د درملو او د طبي وسایلو د کمښت په برخوکې  د دغه روغتون  ستونزې بیان کړې. ده همدا راز څرګنده کړه چې یو ۵۰ بستریز روغتون د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو د غړو د درملنې په موخه د سردراد محمد داوود خان د روغتون د ډاکترانو او پرسونل په مرسته د دغه روغتون په محوطه کې جوړ شوی چې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. د هېواد جمهور رئیس  د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د مثبتو بدلونونو رامنځته کېدل وستایل او د دې په ترڅ کې چې مسوولو چارواکو اومعالجو ډاکترانو ته یې لارښوونه وکړه چې د ټپیانو په درملنه او له هغوی څخه د جدي څارنې لپاره له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه ونه کړي، وویل چې د دغه روغتون د ستونزو د حل لپاره به  لازم اقدامات ترسره شي .

One thought on “د ولسمشر د جمعې د ورځې د فعالیتونو حال”
  1. د ناروغانو ‍‍پوښتنی ګته نه لری اونه حوک ورباندی غولولی شی ‍یسی ‍ه وزیرانو او قوماندانانو خوره اوساتنه د‍ دهقان او کارګر په زامنو
    ورشه ددفاع له ‍خوانی وزیر یی غلاشوی بیسی ‍یسی واخله او ملت تهیی ورکړه چی ووایو په ریشتیا زمری یی نه داچی دګیدړ غوندی دعسکرو به دروغو عیادت !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *