اجمل درمان

د اساسي قانون ۸۳ مه ماده وایې، چې د ولسي جرګې د کار دوره د ۵ کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته پای ته رسېږي او نوې جرګه به کار پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د کاري مودې د پای ته رسېدو له پاره اووه ورځې پاتې دي. ولسي جرګه د یادې مودې څخه وروسته دهیڅ ډول قانون جوړولو، دوزیرانو استجواب او استیضاح او د څارونکي مرجع په توګه د دولتي چارو د څارنې حق نه لري.

د حکومت د مشرانو ناندرۍ:

د حکومت د مشرانو تر منځ د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په سیاسي توافقنامه کې؛ په اساسي قانون کې د تعدیلاتو راوستلو او د صدراعظم څوکۍ رامنځته کولو تر څنګ دا هم ویل شوي چې د حکومت له جوړېدو وروسته به په ټاکنیز نظام کې اصلاحات رامنځته شي.

په هغه وخت کې د اجرایوي ریس عبدالله عبدالله دا غوښتنه هم ددې لپاره وه او ده؛ چې وتوانيږي له دې لارې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې دده هم نظري او د خپلې ډل�� کسان په ولسې جرګه کې غوښنه برخه ترلاسه کړي څو دده په خوښه د اجرایوي ریاست څوکۍ په صدراعظمۍ تبدیله کړي.

لکه څرنګه چې د ټاکنیز کمپاین له مهاله د غني او عبدالله تر منځ د نظر اختلاف موجود و؛ نو په ګډه د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته؛ د دواړو مشرانو تر منځ په هره وړه او لویه موضوع ناندریو لاپسې زور واخيست. په لومړي سر کې د واک پر سر د پنځوس پنځوس سلنه واک پر تقسیم جنجالونه، د وزیرانو په ټاکنه کې د دواړو مشرانو ونډې په ټاکنه، د وزیرانو په ټاکنه په ځانګړي ډول د دفاع په وزیر، له ۲۰۱۶ کال وروسته له افغانستان د بهرنیانو په وتلو کې او په هیواد کې د سولې اړوند د دواړو مشرانو تر منځ د نظر اختلافات؛ په هیواد کې د موجوده حالاتو ستر لاملونه دي.

ددې تر څنګ د ټاکنيز نظام اصلاح؛ بله هغه جنجالي مسأله ده چې د حکومت د دواړو مشرانو د ښکر په ښکر کېدو سبب شوه. عبدالله د ټاکنیز نظام د اصلاح په نامه په راتلونکو ټاکنو کې د زیاتو څوکیو او طرفدارانو د ترلاسه کولو په هڅه کې دی او غني د زیاتو څوکیو په ترلاسه کولو سره د مشورتي لوېې جرګې له لیارې د صدراعظمۍ څوکۍ د لغوه کېدو په هڅه کې. د دواړو مشرانو تر منځ همدغه ناندرۍ ددې سبب شوې چې ولسمشر غني د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره کمیسيون جوړ کړي. غني د سیاسي توافقنامې پر اساس په ټاکنیزو کمیسیونو کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره یو غیر قانوني کمیسيون د جوړولو لپاره د روان کال د وري د میاشتې په لومړۍ نېټه فرمان صادر کړ او شکریه بارکزۍ یې د یاد کمیسیون مشره وټاکله. میرمن بارکزۍ لکه څرنګه چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ولسمشر غني پلوې او طرفداره نو اجرایوي ریس عبدالله له کلک مخالفت سره مخ شوه. د یاد مخالفت په پایله کې ولسمشر میرمن بارکزۍ له یاد پوسته ګوښه کړه چې په دې سره بیا د ټاکنيزو کمیسیونو د اصلاحاتو مسأله یوه نيمه میاشت ګونګه پاتې شوه.

په یاده موده کې ځينو عبدالله پلوو کورنیو او بهرنيو بنسټونو د ټاکنيز نظام د اصلاح نارې سورې وهلې او تر څنګ یې نورو امریکايي پلوه مرستندویه بنسټونو هم په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو د نه راوستلو په صورت کې د مالي امکاناتو د قطع کولو ګواښونه وکړل.

اوس په دې وروستیو کې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون د تصویب او تاييد وروسته د ځينو کورنیو او بهرنیو کړیو له لوري د پارلماني ټاکنو د ځنډولو ريپوټونه ورکول کيږي.

په دې کې خو هیڅ شک نشته چې یو شمېر کړۍ د پارلماني ټاکنو د ځنډولو او په غیر قانوني توګه د اوسنۍ ولسي جرګې د کار د دوام غوښتونکې دي، دلته غوره به دا وي چې دا کړۍ په دوو کورنیو او بهرنیو هغو ووېشو.

۱ــ بهرنۍ کړۍ:

بهرنیان د ټاکنیزو کمېسیونونو پر سر د حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د جنجالونو د ایجاد له لارې؛ او همداراز په ټاکنيزو کمیسیونو د مالي مرستې د قطع کولو ګواښونو له لارې د خپلو افغان همکارانو په مرسته تر راتلونکې یوه کاله د پارلماني ټاکنو ځنډول غواړي. ددې تر څنګ دوی له پارلمانیانو سره د هغې کړې ژمنې عملي کول غواړي چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي هوکړه ليک د تصديق او تایید په بدل کې له پارلمانیانو سره یې کړې وه. د کابل – واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د مسودې د تصویب پر مهال د دې امنیتي تړون مخالفو وکیلانو په پارلمان کې د دې تړون په ملاتړو تور ولګاوه، چې دوی ته د امریکا سفارت پیسې او مېلمستاوې ورکړې دي، او له دې سره جوخت يې ورسره ژمنه کړې چې د دوی کاري موده به یو کال نوره هم اوږدوي.

۲ــ کورنۍ کړۍ:

دا کړۍ په خپله د ولسې جرګې او مشرانو جرګې وکيلان دي. کله چې د روان کال د وري په میاشت کې ۱۹ نوماند وزیران ولسې جرګې ته ور وپيژندل شول او له ډلې یې یوازې ۹ تنو د باور رایه تر لاسه کړه او ۱۰ نورو د رد شول نو عبدالله او غني د مسلکي کسانو د کمښت له امله له ولسې جرګې سره معامله وکړه. تیره ورځ د ولسي جرګي غړي رمضان بشردوست هم وويل چې ډيرو استازو د یو کال کاری دوام په موخه له حکومت سره معامله کړې ده او ويل کيږي چې دوی په همدې معاملې سره له هغې وروسته ټول وزیران تاييد کړل.

د پورته دواړو دلایلو پر اساس دا دعوه کولای شو چې د ولسي جرګې کاري موده به غځيږي. دا موده به نه یوازې دوه او یا څلور میاشتې بلکه پوره یو کال غځېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *