فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

څه موده مخکې د افغانستان علماوو له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې په روژه کې جګړه ودروي او پرېږدي، چې دغه ځورېدلی او کړېدلی ولس لږ په آرامه روژه ونیسي. خو طالبانو دا خبره په کلکه رد کړه او په خپله جګړه يې ټینګار وکړ.

د ښارونو ډېر خلک ښايي زموږ اطرافي سیمو ته نه وي تللي، هلته هر کور ته چې ننوځي نو والله چې په هر کور کې د فقر او بېوزلۍ داسې بوی لګيږي، چې په زړه او سترګو څه چې ان به پوزه هم حس کېدلی شي. بس دا د باهمته او باشهامته افغانانو عزم دی چې دا بېوزلی د الله د رضا په خاطر تېروي او چورت یې هم خراب نه دی. مګر متاسفانه امنیت او جګړه هغه څه دي، چې ژوندي افغانان خو څه کوې بلکې مړي په هدیرو کې، کاڼي او بوټي په غرو او رغو کې او څاروي په دښتو او شپلونو کې ترې په تنګ دي. د ټولو دا یوه آرزو ده چې خدایه ته خو نور په دې ولس کې سوله راولې! بس ددې بدقسمته ولس له شامته دسولې یوه خوا [طالب] دی، چې جګړو او وژنو ته اړم دی، چې تر اوسه یې دې ولس ته وژنو پرته بل [هېڅ] خدمت نه دی کړی.

عام خلک وايي، طالبه چې نور کله دې چې جګړه کوله دلته خارجیان او امریکایان وو. اوس خو هغه نشته، ټول د همدې غریب ولس خلک دي. په دې روژه همدا پرون د پولیسو او اردو له هر مرکز څخه د تلاوت غږ اورېدل کېده او هر ځای د جمع لمونځ ؤ، خو طالب چې د اسلام په نامه جګړه کوي والله که مو يې [ د اذان او لمانځه الله اکبر] اورېدلی وي. مګر بس چې څنګه لمازدیګر او د روژه ماتي ټیم را نږدې شي له دې خوا بږ او له هغه خوا کږ موټر سایکلونه او څڼور تېر شي او په امنیتي ځواکونو د جوماتونو، کورونو او کلاوو له څنګه فیرونه شروع کړی. ټول خلک، ماشومان او لویان نارینه او ښځې لور په لور واخطا وارخطا منډې کړي. هر څوک د خپل سر او د اولادنو سر غم واخلي. طالب ته یوازې په [زړه کې] دا ښیرا وکړي، چې طالبه الله دې کور ته بده ورځ جوړه کړه. په مخ خو څوک دا جرات هېڅکله نه شي کولی، چې طالب ته نصیحت وکړي، چې آخر دا زموږ د ماشومانو له لمنځه ولې جګړه کوې!؟ ځکه سملاسي د کفر ټاپه پرې لګېږي!

زموږ په ولسوالۍ او د ولایت په نورو ولسوالیو کې چې طالبان پرې د هغه لوري او دغه لوري جګړه کوي هېڅ بهرنی نشته، یوازې پولیس او د ملي اردو سرتېري دي. زموږ له خلکو سره همدا پوښتنه ده، وايی طالب چې د بهرنیانو د ایستلو دعوی کوي نو ولې له هغوی سره مستقیمه جګړه نه کوي!. زموږ په دې سیمه کې زموږ د خلکو، د ښوونځي، کلنیک او سړک څه ګناه؟ دلته خو امریکایان نه بلکې موږ اوسېږو چې طالب هرڅه را ته سور اور ګرځولي. آیا د پولیس په وژلو او د کومې حکومتي ودانۍ په ړنګولو سره امریکا ته څه تاوان رسېږي؟

زموږ خلک دا وايي، طالب چې دا دیارلس کاله زموږ په کلي، ولسوالۍ او ولایت کې جګړه وکړه، زموږ له زامنو او ناپوهه نابالغو زلمیانو له وژلو پرته یې څه ګټه وکړه؟ زموږ د میندو او خویندو له ژړولو پرته دوی موږ ته څه راوړل؟ زموږ او د وطن په ګټه یې کوم کار وکړ؟ آخر دا جګړه د څه لپاره؟ بهرنیان خو د طالب له زوره والله که وتلي وي بلکې د خپل پلان مطابق راغلل، د پلان مطابق ډېر او بیا کم شول او د خپل مطابق پلان به همدلته پاتې کېږي او د هغوی په را وستو او اوس د هغوی د بقا سوال هم همدغو [طالبانو] را پیدا کړی.

طالب ته زموږ د ټول ولس او په تېره بیا زموږ د ولایت د بېوزله ولس نارینه او ښځینه روژتیانو همدا خواست دی، چې زموږ په ولسوالۍ کې جهاد د کومه شو؟ زموږ په کلي، زموږ په ولسوالۍ او زموږ په ولایت کې هېڅ امریکایی او خارجی نشته. که امریکایان وژنئ نو لاړ شئ د هغوی اډو ته ورشئ او که د ولس په وړاندې جهاد کوئ؟ نو په دې روژه کې لږ دمه وکړئ! موږ همېشه د بورما د روهنګي مسلمانانو په څېر تل بې وسه او بې اسرې یو، هر وخت کولی شی، چې د امریکایانو د ویستلو په بانه زموږ په کلي کې سور اور بل کړئ! خو دغه روژې ته مو لږ پرېږدئ!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *