دا خبرې هره ورځ اورو چې خلک اسمان ته وختل خو موږ پر ځمکه ننوځو، وطنونه ورځ تر بلې جوړیږي خو زموږ شیبه په شیبه ویجاړیږي، د ملتونو ترمنځ فاصلې ختمیږي خو په موږ کې د قامولۍ ریښې لا قوي کیږي، نور ځوانان د ژوند رهبریت ته روزل کیږي خو زموږ د مرګ نوي روشونه زده کوي….

دا هر څه د فکري اختلاف نتیجه ده. داسې هم نه ده چې ګنې یوازې موږ په دې اختلافاتو کې ایسار یو، بلکې نور ملتونه هم په ډیرو وړو یا غټو مسایلو کې اختلاف لري، توپیر یوازې په دې کې دی چې د هغو اختلاف مثبت رنګ راوړي او زموږ بیا له فکري حالته وځي او ان تر فزیکي ټکر پورې رسیږي.

پوهیږئ! چې زموږ او د هغو د دې لوی توپیر لامل څه دی؟

پر خپل فکر فکر کول.

موږ هر یوه ته خپل فکر د کاڼي کرښه ښکاري، حتی که غلط هم وي، خو له دې ویرې چې د نورو پر وړاندې کم رانشو، نو تر پایه پرې دریږو، مګر هغوی بیا برعکس دي.

اوس نو د فکري اختلاف عواقب خپله وسنجوئ، پر فکر فکر کول ښه دي که د یوه فکر په منګولو کې ځان بندول؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *