د فېسبوک کارونې لارښود

دا کتاب دوه برخې لري لومړی یې تخنیکي برخه ده چې د فیسبوک اړوند اړینې تخنیکې لارښوونې پکې شته دي .

دویمه برخه یې اخلاقي لارښوونې دي چې ځوانانو او والدینو ته پکې له فیسبوک څخه د ښې ګټې اخیستو سپارښتنې شوي دي .

د فیسبوک ګټې ، دفیسبوک اداب ، ایډي جوړونه، فیسبوک څه شی دی او دستونزو حل ددې کتاب له عنوانونو څخه دي .

د دې کتاب ژباړه او زیاتونه په جلال اباد کې دکلید راډیو همکار توریالې همت کړي ده اود ښاغلې ارش ننګیال لیکنه هم بري راغلي ده.

ژباړن کتاب هغو والدینو ته ډالۍ کړي چې د خپلو اولادونو د سالمي روزنې لپاره د ستړیا له تکیې نه دې دمه شوي .

ترڅنګ یې د دې کتاب له ډالۍ هغه ځوانان چې فیسبوک څخه علمي ګټه اخلي او خپل ملګری محب الله الله یار هم نه دی هیر کړی .

د فیسبوک کارونه تازه په ننګرهار کې د ګودر خپرندویه ټولنې له لورې د۱۱۰۰ټوکو په شمیر په ۷۰ مخونو کې چاپ او خپورشوی دی .

د دي کتاب مطالعه د ټولو په ځانګړي ډول هغو ته له ګټو ډکه ده چې فیسبوک د اعتیاد په توکه ساعتونه ، ساعتونه کاروي.

د سیاست پوهنې پیژندنه

د دې کتاب لیکوال عقیل پورکیوان دی چې خوږې پښتو ته یې روانه ژباړه ژورنالیست توریالي همت کړي ده.

دا کتاب درې برخې لري چې لومړی هغه یې سیاسي مکتبونه ، دویمه برخه یې نړیوال سازمانونه او دریمه برخه یې سیاسي اصطلاحاتو ته ځانګړي شوي ده .

د دې کتاب لوستل دسیاست لارویانو او په ځانګړې ډول دحقوقو او سیاسي علومو محصلانو ته ګټور اثر دی.

د کتاب ژباړن دا اثرخپل استاد او د اریانا لوړو زده کړو موسسي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ریس لطیف الله حمید ته ډالۍ کړي .

دسیاست پوهني پیژندنه تازه په ننګرهار کې د ګودر خپرندویه ټولنې له لورې د۱۱۰۰ ټوک په شمیر په ۱۰۵ مخونو کې دچاپ په ګاڼه سمبال کړی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *