زاهدالله ځلاند
د جون میاشتې ۲۱ مه نېټه، چې د غبرګولي له ۳۱ مې نېټې سره سمون لري، د کال تر ټولو اوږده ورځ ده. په هندوستان کې دغه ورځ د Yoga (یوګا) په نامه یادېږي.
سږ کال د لومړي ځل لپاره د یوګا نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو له خوا نمانځل کېږي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي تېر کال له م.م. غوښتي و چې د یوګا ورځ دې په نړیواله کچه ونمانځل شي.
یوګا د هندوانو او بودایانو یو ډول فزیکي، رواني او معنوي سپورت دی چې هر کال یې په همدې ورځ ترسره کوي.